د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

حزب اسلامي: د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره دې مهالویش جوړ شي


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالویش لا هم هغه لانجمنه مسئله ده چې توافق نه دی پرې شوی.

د حزب اسلامي سرپرست مشر له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل، د حکومت او حزب ترمنځ د سولې موافقه به هغه مهال لاسلیک شي چې دواړه لوري د اختلاف پر ټکو توافق وکړي.

د حزب اسلامي سرپرست مشر وايي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې روانې دي خو د اختلاف ‎وړ مسایلو په اړه تر اوسه هم موافقه نه ده شوې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې نوم یې د امریکا په تور فهرست کې دی تر اوسه په نامعلوم ځای کې دی او د سولې د روانو خبرو په اړه یې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د حکمتیار مرستیال او د حزب اسلامي سرپرست محمدحکیم حکیم ازادي راډیو ته په ځانګړي مرکه کې وویل چې د یو لړ مسائلو په اړه لا هم اختلاف شته.

ښاغلی حکیم وايي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره باید یو د منلو وړ مهالویش جوړ شي.

ښاغلي حکیم زیاته کړه:

"د اختلاف برخه په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو حضور دی او د دې لپاره لږ تر لږه یو معقول مهالویش باید تعیین شي. پر دې خبرې روانې دي. حزب اسلامي پر دې ټینګار کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یو معقول او د منلو وړ مهالویش باید وضع شي، د دې لپاره چې د هغه له مخې بهرني پوځونه ووځي او افغانستان له دې حالته چې اوس په کې راګیر دی ووځي."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په تېره نژدې یوه نیمه لسیزه کې د طالبانو په څېر پر وسله وال مخالفت ټینګار کاوه خو له حکومت سره خبرې یې وروسته له هغه پیل کړې چې د سولې د مخکیني شرط په توګه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له غوښتنې یې لاس واخېست.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په تېره نژدې یوه نیمه لسیزه کې د طالبانو په څېر پر وسله وال مخالفت ټینګار کاوه.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په تېره نژدې یوه نیمه لسیزه کې د طالبانو په څېر پر وسله وال مخالفت ټینګار کاوه.

د حزب استازو تېره اوونۍ له حکومت سره پر یوې لومړنۍ طرحې موافقه وکړه.

د دواړو خواوو استازو وویل چې د اختلاف پر ډېرو مواردو موافقه شوې ده خو لا هم ځیني مسایل پاتې دي چې بحثونه پرې روان دي.

د راپورونو له مخې د دې موافقې طرح ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار ته د کتنې لپاره استول شوې ده.

د حزب اسلامي سرپرست مشر همدا راز وویل چې حزب اسلامي له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه پیغام کې پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي، د سولې پر بهیر ورګډ او د ده له ډلې سره دې یو ځای شي.

ښاغلي حکمتیار وویل، طالبانو ته د ده مشوره دا ده چې د هېواد حساسو شرایطو ته په پام سره دې د افغانستان د بحران د حل او د راتلونکې او سولې پر مسایلو له ده سره ګډ دریځ غوره کړي.

کابل د پنجشنبې او شنبې په ورځو له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په ملاتړ او مخالفت کې د فعالانو د اعتراضونو ډګر و.

د دې پخلاینې مخالفینو ویل، له حکمتیار سره سوله د عدالت تر پښو لاندې کول دي او د سولې د دې خبرو پلوي فعالانو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د حزب اسلامي په څېر د سولې له بهیر سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG