د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

سرخط: عبدالله عبدالله د برخلیک په افت اخته دی


د کابل د نن چاپ ورځپاڼو د ملي یووالي حکومت د دوام او له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم لیک پر موضوع مطالب او تبصرې خپرې کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې یو تحلیلي مطلب د اجرائیه ریاست زوال تر عنوان لاندې لیکلی دی.

په مطلب کې راغلي چې عبدالله عبدالله د برخلیک په افت اخته دی او ده تیرې اووه میاشتې د خپل برخلیک پر مسئلې تېرې کړي دي.

لیکوال لیکلي چې ښاغلی عبدالله په هره غونډه کې وایي چې اجرائیه ریاست د چاه تحفه نه دی بلکې د خلکو د رایو پراساس ادامه لري.

خو لیکوال وایي چې خلک په غونډو کې د عبدالله عبدالله د دې خبرو اورېدو ته لېواله نه دي بلکې غواړي واوري چې حکومت کوم کارونه کړي او ستونزې په څنګه حل شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې خپله سرمقاله د ملي یووالي حکومت په اړه لیکلي او ویلي یې دي چې دا حکومت دې د خلکو او قانون پر وړاندې نه درېږي.

سرمقاله لیکونکی وایي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ټینګار کوي چې اجرائیه ریاست به تر پنځو کلونو د صدارت د صلاحیتونو په درلودلو دوام کوي.

خو د سرمقالې لیکوال ویلي، د ښاغلي عبدالله دا څرګندونې په دې معنی دي چې که خلک غواړي او که نه، که یې کار له قانون سره سم وي اوکه هغه به خپلې دندې ته همداسې دوام ورکوي.

سرمقاله لیکونکي دا څرګندونې د قانون خلاف او د قانون پر وړاندې درېدل بللي دي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې خپله سرمقاله له حزب اسلامي سره د سولې موضوع ته ځانګړي کړي او ویلي یې دي چې له ګلبدین حکمتیار سره د دولت توافق ائتلاف دی نه سوله.

د سرمقاله لیکونکي په باور له حکمتیار سره سوله هم موافقین لري او هم مخالفین خو د سرمقالې لیکوال په دې اړه چې دا توافقنامه ولې سوله نه بلکې ائتلاف دی څه نه دي ویلي.

دې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې د طالبانو د ملا رسول ډلې له افغان دولت سره د حزب اسلامي د سولې د تفاهم لیک ملاتړ کړی دی او دا چې حکمتیار له افغانستانه د بهرنیو ځواکنو د وتلو پر مهال‎ویش ټینګار کړی دا یې ستایلی دی.

ویسا:

ویسا هم له حزب اسلامي سره د سولې پر مسئلې خپله سرمقاله لیکلې او ویلي یې دي چې سبا به په ارګ کې په یوه لویه غونډه کې د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې تفاهم‎لیک لاسلیک شي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، که دا تفاهم‎لیک سم عملي شي، په مناسب ډول پر مخ ولاړ شي او دواړه لوري په هوښیارۍ او مسؤلیت سره عمل وکړي دا یو ډېر مهم او لوی ګام دی.

د سرمقاله لیکونکي په خبره که پورتنیو ټکو ته پام وشي دا تفاهم په لویه پروسه بدلیدای شي او په افغانستان کې به روانه بدمرغه جګړه هم پای ته ورسوي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG