د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

سیما سمر: هېڅ‌څوک حق نه‎لري جنګي جنایت کاران وبخښي


د دارالامان تاریخي ماڼۍ چې د کورنیو جګړو پر مهال ویجاړه شوه.
د دارالامان تاریخي ماڼۍ چې د کورنیو جګړو پر مهال ویجاړه شوه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سوله د روان تاوتریخوالي د حل مناسبه لاره بولي خو وایي چې په دې پروسه کې باید د خلکو حقونه په پام کې ونیول شي.

که له یوې خوا افغان حکومت د سولې او روغې جوړې خبرې کوي بل لورته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې د سولې په پروسه کې باید عدالت او د خلکو حقونه تر پښو لاندې نه‎شي.

د دې کمېسیون مشرې سیما سمر د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی هم د سولې پلویان دي خو وایي چې په دې پروسه کې باید عدالت تأمین او د خلکو حقوق په پام کې ونیول شي.

سمر وایي، دوی له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې خلاف نه‌دي خو د دې په خبره هېڅ‌څوک حق نه‎لري جنګي جنایت کاران وبخښي.

سمر: د سولې پروسه کې باید د خلکو حقونه په پام کې ونیول شي.
سمر: د سولې پروسه کې باید د خلکو حقونه په پام کې ونیول شي.

اغلې سمر زیاته کړه:

"له حزب اسلامي سره د سولې په اړوند لکه څنګه چې ما وویل، موږ د خبرو له لارې د شخړو د حل غوښتونکي یو خو موږ په دې برخه کې د عدالت او قربانیانو د حقوقو تر پښو لاندې کول نه‌غواړو. یعنې هېڅ‌څوک نه‎شي کولای حق‌العبد وبخښي او هېڅ‌څوک هم نه‎شي کولای جنګي او د بشر ضد جنایات وبخښي."

سیما سمر همداراز وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار باید په سیاسي پروسې کې له شاملېدو وړاندې له هغو کسانو بخښنه وغواړي چې د دې په خبره د دې حزب له‎خوا قرباني شوي دي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو نړیوال سازمان هم ویلي دي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې توافق‎نامه جنګي جنایت کارانو ته له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ پیاوړی کوي.

خو د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې وویل چې د سولې په پروسه که د خلکو مدني او فردي حقوق او ازادۍ نه تر پښو لاندې کېږي او په دې اړه‌یې اندېښنې بې‌ځایه وبللې.

بل لورته د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وایي چې د ټولو جنګي جنایت کارانو په اړه باید قضاوت یو ډول وي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل

ښاغلی لعل وايي:

"په ډېرې خواشینۍ سره چې ځیني دوستان په دې هکله یو اړخیز قضاوت کوي، موږ باید په افغانستان کې د ټولو جنایت کارانو په وړاندې ودرېږو، محکمې ته د هغوی د کش کولو غوښتنه او په دې برخه کې مبارزه وکړو، تر اوسه لاهم دغه قاتلان یا جنایت کاران په حکومت کې موجود دي. "

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د سولې عالي شورا له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم‌لیک ټولو افغانانو او نړیوالو ته ثابته کړه چې افغان حکومت قانوني او با عزته سوله غواړي.

ښاغلي غني څرګنده کړې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله د ملي ګټو لپاره ده او ټولې وسله‌والې ډلې کولای شی چې د افغانستان د اساسي قانون په منلو سره دې پروسې ته مخه کړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG