د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د بشر حقونو کمېسیون: حکومت دې د جنګ د قربانیانو حقونه تأمین کړي


د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومته غواړي چې په هېواد کې دې د جنګ د قربانیانو حقونه تأمین کړي او پرې نه‎ږدي چې د دوی حقونه یو ځل بیا تر پښو لاندې شي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې باید د جنګ د قربانیانو حقونو ته درناوی وشي او هر فرد چې له دغو حقونو یې سرغړاوی کړی وي، باید ځواب یې و وايي.

ده وویل، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې عادلانه او همیشنۍ سوله غواړي چې د قربانیانو حقونه په کې رعایت شي.

صدیقي زیاته کړه:

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د عدالت پلي کول او د قانون حاکمیت غواړي. موږ رښتینې او عادلانه سوله غواړو چې د قربانیانو حقونه په کې رعایت شي او وړاندیز او غوښتنه مو دا ده چې د جنګ د قربانیانو درناوی وشي او افغان حکومت د قربانیانو حقونه تأمین کړي."

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې یوه عریضه یې ترلاسه کړې چې د جنګ د هغو قربانیانو لپاره په کې د عدالت غوښتنه شوې چې د عریضې د لیکونکي په خبره دغه جنګونه د ګلبدین حکمتیار له‎خوا شوي دي.

یوناما دا نه دي ویلي چې دغه عریضه ورته د کوم کس له‎خوا ورلېږل شوې ده.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سازمان د هغو توافق‎نامو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کمولای شي.

په اعلامیه کې د افغان حکومت او د حزب‎اسلامي ترمنځ، د شاوخوا اته میاشتو مخکې تفاهم‎نامې هرکلی هم شوی دی.

په یاده اعلامیه کې د بشري حقونو په تأمینولو ټینګار شوی او د انتقالي عدالت تأمینول او مصالحه په کې مهمه بلل شوې ده.

د راپورونو له مخې په ۹۰یم میلادي کال کې په افغانستان کې د یو شمېر جهادي تنظیمونو د خپل‎منځي جنګونو پر مهال، یوازې په کابل ښار کې څه باندې ۶۰ زره کسان ووژل شول او ډیری دولتي تأسیسات او د خلکو په سلګونو کورونه ویجاړ شول.

دا په داسې حال ده چې د هماغې مودې د تنظیمي جنګونو یو شمېر کسان اوس‎مهال په دولت کې دي او پر مهمو دولتي پوستونو کار کوي.

په ورته وخت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، دغې ادعا ته چې د دوی رهبر په‎کې مجرم ښودل شوی قایل نه‎دي.

د حزب‎اسلامي یوه ویاند قریب الرحمن سعید ازادي رادیو ته وویل، حزب‎اسلامي په هېواد کې د انتقالي عدالت غوښتونکی دی خو دغه ادعاګانې د ځینو استخباراتي کړیو له‎خوا کېږي.

نوموړی وايي:

"دا د مختلفو کړیو یوه ډرامه ده، دوی د پردیو د استخباراتي کړیو غلامان دي او د همدوې له‎خوا دغسې ادعاګانې کېږي. زموږ قائد دغو خبرو ته قایل نه‎دی په دې خاطر چې موږله یوې سترې داعیې سره راغلي یو."

بل‎خوا د افغانستان د قربانیانو د بنسټ غړی محمد اصف مالستانی وايي، یومانا ته دغه غوښتنه ښایي د مدني ټولنې له‎خوا ورسپارل شوې وي او زیاتوي چې دا ډول غوښتنې تر ډېره د کاغذ پرمخ پاتې شوي دي.

ده ازادي راډیو ته وویل، په اوسنیو شرایطو کې د هغو کسانو محاکمه چې ادعا کېږي په جنایتونو کې ښکیل وو، ناممکه ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG