د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

سمر: د سولې د غونډې پایله د ښځو له نظر پرته ناقصه ده


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د سولې خبرو لپاره ناستې به د مېرمنو؛ د جنګ د قربانیانو او مدني فعالانو له حضوره پرته ناکامه وي.

د سولې د پروسې د څرنګوالي په اړه په څلور اړخیزو غونډو کې د ښځو د استازو نه بلنې، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون اندېښنې راپارولي دي.

د دې کمیسیون مشره سیما سمر وايي؛ د سولې خبرو لپاره د نقشې جوړولو په دویمه څلور اړخیزه غونډه کې هم د ښځو د استازو؛ مدني فعالانو او د جنګ د قربانیانو د حضور څه خبر نه شته.

اغلي سمر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د سولې تګلارې تر نامه لاندې په دوه ورځنۍ غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه وکړې.

"هغه ستونزه چې د اسلام اباد څلور اړخیزه غونډې او د کابل اوسنۍ غونډه یې لري دا ده چې بدبختانه هېڅ ښځه په کې ونډه نه لري؛ نو هغه تګلاره چې د ښځې نظر په کې نه وي هغه ناقصه ده؛ باید په دا ډول ناستو کې د جنګ قربانیان، مدني ټولنې او ښځې ونډه ولري، ځکه د دوی نه حضور پروسه نیمګړي کوي باید واقعاً مسولانه عمل وکړو او هغه لار انتخاب کړو چې د اکثره افغانانو غوښتنه وي."

د بشري حقونو د کمیسیون مشره وايي چې په افغانستان کې واقعې سوله هغه وخت راتلای شي چې د قربانیانو حقونه په دغې پروسه کې تر پښو لاندې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو د پیلېدو لپاره د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو تر منځ دویمه ناسته په همدې ورځ په کابل کې تر سره شوه.

د دې ناستو هدف د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو پیلېدو ته د زمینو برابرول ښودل شوي دي.

له دې سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د څلور اړخیزه دویمې غونډې په پیل کې د حکومت د څو کلنو لاسته راوړنو په ساتنې ټینګار وکړ.

نوموړي وویل چې د سولې خبرې به هیڅکله د ښځو په برخه کې موجوده لاسته راوړنې په اوبو لاهو نه کړي.

"په بشپړ ډاډ سره ویلای شم چې موږ خلک او افغان حکومت د تل په څېر د زړه له اخلاصه دې ته چمتو یو چې د وسله والو طالبانو سره خبرې وکړو تر څو یوې سوله ییزې حل لارې ته ورسېږو چې په هغې کې اساسي قانون؛ ۱۴ کلنې لاسته راوړنې او په تېره بیا د ښځو او انجونو حقونه د احترام وړ وي."

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافی وایي؛ افغان حکومت باید د سولې په بهیر کې د هند؛ ایران او روسیې په ګډون د یوشمېر نورو هېوادونو نظر هم له ځان سره ولري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG