د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

د غوڅ ملاتړ څېړنه: د کندز بُز کندهاري سیمه کې ۳۳ ملکیان وژل شوي


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کندز په بُز کندهاري سیمه کې بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۳ ملکیان وژل شوي او ۲۷ نور تپیان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، په کوم ځای کې چې برید ترسره شوی هلته هېڅ ملکي کس نه تر سترګو کېده او د دوی ځواکونو دغه سیمه تر برید لاندې ونیوله کوم چې ترې پر افغان ځواکونو ډزې کېدې.

د دې اعلاميې له مخې طالبانو د ملکي خلکو له کورونو مورچلې جوړې کړې وې او د بهرنیو ځواکونو له‎خوا د هوايي برید پر مهال احتیاط شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دا به په دې تړاو وروستۍ څېړنه وي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي چې په دغه برید کې د ملکي خلکو د وژنو عاملین وسله‎وال طالبان وو چې د استوګنې له کورونو یې مورچلې جوړې کړې وې.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش

دی وايي:

"کله چې موږ وایو چې هلته ترهګر د خلکو د وژنو اساسي عاملین دي او دا تائید شوې هم ده چې زموږ ناچاره خلک‌یې د سپر په توګه کارولي، زموږ خلک شهیدان شوي دي او دا د څېړنو وروستی ټکی دی، دلته چې په څېړنو کې څوک زموږ د خلکو د وژلو عاملین دي باید خلکو او ټولنې ته ځواب ووایي."

د کندز د بُز کندهاري سیمه کې کوم هوایي برید چې د تېر میلادي کال د نوومبر په ۲۳مه نېټه شوی و، یو شمېر ملکي وګړي په‎کې مړه او ټپیان شوي وو.

ځایي اوسېدونکو او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د دې پیېښې د روښانه کېدو غوښتنه کړې وه.

همدا شان د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو په اعلامیه کې راغلي چې په دې برید کې د امریکا دوه او د افغان کومانډو درې سرتېري وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د ملکیانو وژنه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‎ده.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د ملکیانو وژنه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‎ده.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د ملکیانو وژنه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‎ده.

د دغه کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په دې باور دی چې د ملکي خلکو وژنه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‎ده او د ملکي خلکو وژنه او یا ملکي خلک په نښه کول کمېسیون ته د منلو وړ نه‌دي."

د دغه کمېسیون ویاند دغه شان وایي چې باید ښکیلې غاړې په هر حالت کې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب ته ډېره پاملرنه وکړي.

همدا ډول د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان کې د دوی قوماندانۍ د ملکي خلکو په وژنه خواشینې ده او ویل شوي چې کندز کې د طالبانو د قومندانانو د نیونې په هدف عملیات پیل شوي دي.

راپور: سهارګل امیرزی

پخواني:

د امریکا پوځ ومنله چې امریکايي ځواکونو د نومبر په میاشت کې د کندز په "بُز کندهاري"سیمه کې له وسله‌والو طالبانو سره په نښته کې لږ تر لږه ۳۳ ملکي افغانان وژلي دي.

د امریکا پوځ نن په یوه اعلامیه کې پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې وسله‌وال طالبان د جګړې پر مهال، د خلکو په کورونو کې پټ شوي وو نو له دې امله په نښته کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پوځ په وینا، په دې پېښه کې ۷۲ تنه زخمیان شوي وو.

په وژل شویو کسانو کې کوچنیان هم شامل وو او ویل کېږي چې د پېښې یو شمېر قربانیان د وسله‌والو طالبانو خپلوان وو.

د دې وګړو د وژلو له امله په کندز کې غوغا جوړه شوه او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل، د ملکي وګړو تلفات د زغم وړ نه‌دي او په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګولو هڅو ته خنډ پېښوي.

XS
SM
MD
LG