د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

جنګل باغ: کندز کې د وسله والو طالبانو عمري عملیات ناکام شوي


د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وايي، د عمري په نوم د وسله والو طالبانو عملیات ناکام شوي او د دې ولایت ټولې ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي.

جنرال قسیم جنګل باغ وویل، د کندز په چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو کې پوځي عملیات روان دي او په لنډ وخت کې به بشپړې تصفیه شي.

ښاغلي جنګل باغ څرګنده کړه چې د دې ولسوالیو په ځیني کلیو کې لا هم وسله وال طالبان فعالیت لري خو دا معنی نه لري چې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

په چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو کې پوځي عملیات روان دي
په چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو کې پوځي عملیات روان دي

قسیم جنګل باغ زیاته کړه:

"د افغانستان د ښمنانو د عمري په نوم عملیات پیل کړي وو خو په ټول کندز کې له مقاومت سره مخامخ شوو، قوي شکست یې وخوړ، دلته ټولې ولسوالۍ له حکومت سره دي خو دځیني ولسوالیو په اطرافو کې وسله وال فعال دي."

تر دې مخکې په ځیني رپوټونو کې ادعا شوې وه چې چهاردره ولسوالۍ حکومتي ځواکونو بشپړه نیولې اوله وسله والو طالبانو پاکه شوې ده.

جنرال قسیم جنګل باغ پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په چهاردره کې په پوځي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څو عمده قوماندانان وژل شوي دي.

په چهاردره کې په پوځي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څو عمده قوماندانان وژل شوي دي
په چهاردره کې په پوځي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څو عمده قوماندانان وژل شوي دي

قسیم جنګل باغ وویل:

"د چهادرې په عملیاتو کې د طالبانو څولوی، جنګي قوماندانان وژل شوي دي، په سیمه کې د وسله والو طالبانو ټول ۲۴ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه یې نیول شوي چې امنیت ریاست ته سپارل شوي دي."

د کندز امنیه قوماندان زیاته کړه چې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د حکومتي ځواکونوپه روانو عملیاتو کې پراخې سیمې نیول شوې او وسله وال طالبان شیندل شوي دي.

ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه چې په ځیني سیمو کې له زیانمنو شوو کورنیو سره مرستې هم شوې او د کندز ښار په ځینې شاوخوا سیمو لکه کنم، بزکندهاري او اورتبلاق کې د بې ځایه شوو خلکو د بېرته ستنولو او ځای پرځای کولو بهیر روان دی.

د کندز په امام صاحب او چهاردره ولسوالیو کې له ډېرې مودې راهیسې جګړه روانه ده.

د سیمې یو شمېر خلکو ازادي راډیو ته ویلي چې د جګړې د شدت له امله بې ځايه شوي اوخپلو کورونو ته د ستنېدو ډاډ نه لري.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر کندز ولایت ته په وروستي سفر کې وویل چې په دې ولایت کې بهرني وسله وال په جګړه کې لاس لري.

محمد معصوم ستانکزي د دې ولایت سرحدي ولسوالیو ته چې امو دریاب ته نږدې پرتې دي، په اشاره وویل چې دا ولایت بهرنیو او کورنیو وسله والو ته د منځنۍ اسیاته د دروازې حیثیت لري.

سره له دې چې له کندزه په رپوټونو کې د امنیت له خرابوالې اندېښنې څرګندېږي خو د دې ولایت د ولایتی شورا غړي امر الدین ولي ازادي راډیو ته وویل، کندز هیڅ کله سقوط نه کوی ځکه خلک له امنیتي خواکونو سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG