د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

ستانکزی: د کندز په جنګ او ناامنیو کې د سیمې استخبارات لاس لري


کندز ولایت ته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړ پوړو چارواکو د خپل سفر پر مهال وویل چې د کندز په جګړه کې د سیمې استخبارات لاس لري.

د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې کندز د منځنۍ اسیا هېوادونو د دروازې حیثت لري، نو ځکه وسله وال مخالفین هڅه کوي، څو له دې لارې د جګړې او ناامنیو لمن اسیايي هېوادونو ته وغځوي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"د کندز جګړه د پاکستان له پېښور او کوټې څخه کنټرولېږي او د مخابرې له لارې وسله والو طالبانو ته د جنګ لارښونې او امر ورکول کېږي، نو دا خلک زموږ د هېواد دښمنان دی."

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به په کندز کې د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو په هدف پراخ پوځي عملیات پیل شي، څو دغه ولایت د طالبانو له ګواښونو څخه وژغورل شي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وویل چې کندز بیاځل سقوط نه کوي او وسله وال طالبان به خپل دغه ارمان ګور ته یوسې.

هغه زیاته کړه:

"موږ پوره پوځي امکانات په اختیار کې لرو او هڅي کو، څو د کندز ولایت د دولت ضد عناصر له شتون څخه تصفیه کړو او د دې ولایت کړېدلې ولس لپاره د ژوند کولو امنه فضا برابره کړو."

په همدې حال کې د کندز والي اسدالله عمرخېل له راغلو چارواکو څخه وغوښتل، چې دغه ولایت په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له حضور څخه تصفیه کړي، څو بېځایه شوي کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کندز ولس له طالبانو څخه نفرت لري او د سیمې خلک له امنیتي ځواکونو سره د همکار لپاره پوره چمتوالې لري او نور طالبانو ته په کندز کې د اوسېدو ځای نه دې پاتي."

بلې خواته د کندز د ولایتي شورا غړي، امرالدین ولي وویل چې داسې ژمنې د کندز ولس سره ډېرې شوي دي، خو په عمل کې څه نه دې لېدل شوي:

"تاسې باید زموږ امنیتي ځواکونه په جنګې تجهیزاتو مجهز کړي، څو ددې ولایت ټولې سیمې د وسله والو طالبانو له حضور څخه تصفیه کړي او خلکو ته د اوسا ژوند زمینه برابره کړي."

دغو لوړپوړو چارواکو په داسې حال کې له کندز ولایت څخه لېدنه وکړه چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د دې ولایت د نیولو په هدف د "عمری" په نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړي وو چې دولتي ځواکونو له ماتې سره مخامخ شو، خو لاهم ددې ولایت په شاخوا سیمو کې وسله والو طالبان فعاله حضور لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG