د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

کندز والي: هوايي حملې له ۳۰ تنو زیات وژلي او لسګونه ټپيان کړي


د کندز والي اسدالله عمرخېل تائید کړې ده چې د ښار په شمال کې د بُز کندهار په سیمه کې د تېرې شپې په بمبارۍ کې له ۳۰ زیات ملکیان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي.

نوموړی وايي چې په وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

ښاغلی عمرخېل وايي امریکايي پوځیانو په هغو عملیاتو کې چې په ترڅ کې یې دوه امریکايي سرتېري ووژل شول د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره بمبارۍ پیل کړې.

عمرخېل دغه پېښه تائید کړې ده.
عمرخېل دغه پېښه تائید کړې ده.

د کندز ښار اړوند د بُز کندهاري سیمې اوسېدونکي هم وايي چې تېره شپه د دوی پر کلي د افغان ځواکونو او د ناټو غوڅ ملاټر مأموریت ځواکونو له‎خوا هوايي بمبارد شوی چې په پایله کې څه باندې ۶۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بُز کندهاري سیمه د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري.

د نوموړي کلي یو تن قومي مشر داد محمد وايي چې په دغې پېښې کې ۳۰ تنه وژل شوي چې ۱۱ تنه‌یې ماشومان دي او نور یې ښځې او سپین‌ږیري دي همدارنګه څه باندې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.

د دغې سیمې په سلګونو تنو اوسېدونکو د اعتراض په توګه د وژل شویو کسانو مړي په موټرونو کې د کندز ښار ته انتقال کړي وو او د ښار شمال لوري ته د بالای حصار لاندې راټول شوي او غوښتل‌یې چې د ښار چوک ته ولاړ شي، خو پولیسو یې مخه نیولې وه.

د بُز کندهاري سیمې خلک وايي چې وژل شوي کسان ټول ملکي خلک دي نه‌طالبان:

"داد محمد یم، امریکایانو په دې کلي بمبارد وکړ، دوی حقوق بشر دعوه کوي خو حقوق بشر نه‌مراعتوي، په دې بمبارد کې ښځې، کوچنیان او سپین‌ږیري وژل شوي او ټپیان دي."

کندز اوسېدونکي: هوايي حملې څه باندې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00

"اسلام‌الدین تیموري یم، موږ د ۲۵ تنو مړي راوړي دي او ۷۰ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي همدارنګه یو زیات شمېر د خاورو لاندې دي او کليوال د وژل شویو کسانو په را ایستلو باندې بوخت دي."

دوی له مرکزي حکومته غواړي چې د دغې پېښې عاملین ونیسې او د قانون منګولو ته دې وسپاري، دوی همداراز د کندز سیمه‌ییز چارواکي یې په بې‌کفایتۍ تورنوي او له مرکزي حکومته غواړي چې باید ژر تر ژره د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي له دندو ګوښه کړي.

د دغې پېښې په اړه د بُز کندهاري سیمې یو تن قومي مشر وايي:

"پر سلو کورونو باندې بمبارد شوی دی او ټول کورونه وران شوي دي دلته موږ ۲۵ مړي راوړي دي او ۷۰ تنه مو روغتون ته انتقال کړي دي او لا هم مړي د خاورو لاندې پاتې دي."

په ورته وخت کې د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد نعیم منګل بیا وايي چې تر اوسه پورې دغه روغتون ته ۳۰ ټپیان انتقال شوي دي چې ۱۱ تنه‌یې ماشومان دي.

بل‌خوا کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه‌وال دغه هوايي بمبارد تائيدوي خو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌وايي.

ښاغلی کامه‌وال زیاتوي چې تېره شپه په بُز کندهاري سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو او د ناټو غوڅ ملاټر مأموریت ځواکونو په ګډه عملیات درلود.

کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال
کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال

دی وايي:

"زموږ ځانګړو ځواکونو په دې سیمې عملیات درلود، ځکه هلته وسله‌وال طالبان پټ شوي وو خو کله چې ځانګړي ځواکونه هلته کوزېږي له شاوخوا د طالبانو له‌خوا پرې برید کېږي چې په نتیجه کې یې زموږ ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړولې او ځانګړي ځواکونه مجبورېږي چې له هوايي ځواکونو څخه مرسته وغواړي او هوايي ځواکونه د دښمن مرکزونه بمباردوي او په پایله کې د طالبانو یو مهم قوماندان قاري ضیاالرحمن له یو شمېر کسانو سره وژل کېږي."

په ورته وخت کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت دفتر وايي چې دغه عملیات د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره شوي او د ملکیانو د وژلو موضوع به وڅېړي.

دغه‌راز ولسمشر غني په یوې خبرپاڼه کې پر دغې موضوع خواشیني ښودلې او وايي چې د افغانستان د خلکو دښمنانو تېره شپه په کندز کې د ملکي خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخیستی او د ماشومانو او ښځو په شمول د یو شمېر کسانو د وژل کېدو لامل ګرځېدلي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني د دغې موضوع د څېړلو لپاره یو ټیم توظیف کړی دی څو دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي او د دغه جنایت عاملینو ته سزا ورکړل شي.

د یادولو وړ ده، دغه وژل شوي کسان چې د بُز کندهاري سیمې څخه خلکو د اعتراض په توګه د کندز ښار ته انتقال کړي وو، په موټرونو کې د انسانو پرې شوې پښې، لاسونه او بدن نور غړي شامل وو.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG