د لاسرسي لېنکونه

د کندز سلګونه اوسېدونکو د امام‎صاحب بندر په سیمه کې په یوې هوایي حمله کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اعتراض نن مظاهره وکړه.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال د مظاهره کوونکو په حواله وایي، د کندز ښار په شمال کې د بُز کندهار په سیمه کې د تېرې شپې په هوایي عملیاتو کې نېږدې ۳۰ ملکیان وژل شوي او لسګونه تنه ټپیان دي.

د کندز یوه ځایي چارواکي هم د نوم نه‌ښودو په شرط دا پېښه تائید کړې ده.

خو تر اوسه چارواکو رسماً دا نه‎دي ویلي چې حمله دقیقاً د چا له‎خوا وشوه او نه‌یې هم د وژل شویو د هویت په اړه معلومات ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG