د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

توخي: ارزګان کې روانې جګړې خلک په رواني ناروغۍ اخته کړي


د ارزګان د ولایتي روغتون مسؤلین وايي، دغه ولایت کې د جګړې قربانیان ملکیان دي.

ارزګان ولایت کې د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر امین‎الله توخي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ارزګان کې دوی ته د رواني ناروغانو ورتګ په دې وروستیو کې ۲۰ سلنه لوړ شوی دی او په خبره يې چې دا خپله د یو انسان پر حقونو تیری دی.

نوموړی وايي، په رواني ناروغیو اخته کسان تر ډېره ښځې او ماشومان دي او علاج يې هم نا ممکن دی.

ښاغلي توخي زیاته کړه:

"زما غوښتنه له عامو خلکو دا ده چې باید د جنګ له سیمو خپل ماشومان لېرې وساتي، ولې د هغوی د غوږونو پردې نازکې دي او د دولت د مرمیو غږ ډېر لوړ دی او پر انسان ډېر بد تأثیر کوي، ولې زموږ ځینې وروڼه او خویندې خپلو ماشومانو ته پام نه‎کوي."

دا په داسې حال کې ده چې ارزګان کې د تېرې شپږ میاشتنۍ جګړې پرمهال د مسؤلینو په خبره څه باندې ۳۷۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې په رواني ناروغیو اخته کسان چې د ترینکوټ ولایتي روغتون ته د درملنې په هدف راغلې وو وايي چې جګړو سخت ځپلي او د دولت له مخالفینو غواړي چې د جګړې پرځای سوله وکړي څو نور په دغه هېواد کې انسان زورونه بنده شي.

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډيو ته داسې وویل:

"کله چې ارزګان کې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوه، نو ماخپله په دغه شپږو میاشتو کې اته ځلي کډه له یوځايه بل ځای ته وړې ده، هغه په‎دې خاطر چې جنګ وو، نو اوس یې په رواني ناروغۍ اخته یم.

-جګړې ډېر ستړي کړي یو، هره ورځ جنګ وي، زما خپل دوه لورګانې په رواني ناروغۍ اخته دي، خوب کې چيغې وهي، اوس مې روغتون ته د درملنې لپاره راوستلي دي."

دغه جګړه ځپلي وايي، نه یوازې دا چې ځاني زیان ورته اوښتی بلکې مالي زیانونه هم ورته اوښتي او دولت دې ورته پاملرنه وکړي.

خوله دې ټولو سره- سره ارزګان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلین هم په دې اړه اندیښنه ښيي او وايي چې دغه ولایت کې دولت د جګړې پرمهال د ملکیانو سر او مال ته پام نه دی کړی چې له امله يې د بشري حقونو د نقض پېښې ډېرې شوي دي.

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د ارزګان ولایتي شورا په دغه ولایت کې د ملکي تلفاتو په ډېرېدو باندې اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو چې دغلته د ملکي تلفات کچه ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.

راپور: شریف الله شرافت ـ ارزګان

XS
SM
MD
LG