د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

د سولې ټینګښت لپاره د «افغانستان خلاصون لارې» شورا نوې هڅه


د افغانستان د خلاصون لارې په نوم شورا وايي، سولې ته د نېږدې والي لپاره یې یو داسې کمېسیون جوړ کړی چې د زندانیانو د اعدام او د طالبانو له لوري د زندانیانو د وژنو مخه ونیسي.

یاده شورا وايي، په هېواد کې د تل پاتې سولې د راتګ او په جګړه کې د ښکېلو خواو ترمنځ د باور رامنځته کېدو لپاره يې یو لړ نوي پلانونه او طرحې چمتو کړي دي.

د دغې شورا مشر سید اکبر اغا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د پلانونو د تشریح کولو پرمهال وویل یوکمېسیون پر دې کار کوي چې د حکومت او طالبانو په زندانونو کې د زندانونو د اعدامونو او وژونو مخه ونیسي.

سید اکبراغا.
سید اکبراغا.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې د «حکومت او طالبانو» ترمنځ نېږدېوالی راشي د بندیانو د دفاع لپاره مو یو کمېسیون جوړ کړی طالبانو ته مو ویلي او تر ډېره حده ورباندې منلې مو دی او حکومت ته هم وایو دغه کمېسیون به د زندانیانو دفاع کوي او دواړه خواوې به زندانیان نه اعداموي، دغه کمېسیون به له هغو زندانیانو سره چې د حکومت او سله والو طالبانو په بند کې دي او ستونزې لري رسیده ګي به ورته کوي."

هغه زیاته کړه چې دغه کمېسیون به د هغو ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره هم کار وکړي چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

نوموړي وویل د سولې لپاره د دغې شورا د نوې طرحې له مخې به د افغانستان د ملي شورا له ۱۲۰ غړو او ۷۵ په کار پوه کسانو څخه یوه شورا جوړېږي چې دغه شورا به بیا وروسته یوه ستره بله شورا جوړه وي،څو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بین الاافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

هڅه مو وکړه چې د خلاصون لارې شورا د دغې نوې طرحې او د زندانیانو د ستونزو د هواري د نوي جوړ شوي کمېسیون د کارونو د څرنګوالي په اړه د افغان حکومت نظر را واخلو، خو د افغانستان جمهوري ریاست، لویې څارنوالي او د سولې عالي شورا په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

د افغانستان د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخېل چې د خلاصون لارې په نوم د شورا په غونډه کې خبرې کولې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په څیر بین الاافغاني خبرو ته ځان چمتو کړي.

ضیاالحق امرخېل.
ضیاالحق امرخېل.

نوموړي زیاته کړه:

"راځئ خپله لاس په کار شو طالب دې زموږ دغه پیغام وراوري چې ته افغان یې د دغې ټولنې درد درته معلومېږي،څلوېښت کاله په افغانستان کې جګړې دوام وکړ، خو نتیجه یې ورنه کړه، یوازې د سولې خبرې دي چې د افغانستان ستونزه حل کولای شي، همدا ډول دې دغه پیغام افغان حکومت هم واوري."

له دې وړاندې هم د افغان حکومت د رهبرانو په ګډون د ګلبدین حکمتیار هم پر وسله والو طالبانو غږ کړی و چې د یوې تل پاتې سولې لپاره د خبرو مېز ته کېني، خو وسله والو طالبانو تل دا ډول غوښتنې رد کړي دي او ټینګار کوي تر هغې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، د سولې خبرې نه پيلوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG