د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلېدو احتمال


نیویارک ټایمز ورځپاڼې له طالبانو سره د سولې د په ټپه درېدلو خبروته پام اړولی او په یوه مطلب کې یې د طالبانو له لوري د سولې د خبرو د پخواني سترمسؤل اغاجان معتصم سره د مرکې په اساس د سولې د خبرو راتلونکې ته کتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، دې ته پام سره چې طالبانو ډېرې سیمې لاندې کړي او هره اوونۍ پرکابل حملې کوي، ښایي هغوی په اوس وخت کې دې ته ډېر لېواله نه وي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي، خو د طالبانو پخوانی وزیر اغاجان معتصم ټینګار کوي چې اوس یې وخت دی.

د نیویارک ټایمز په لیکنه معتصم چې د طالبانو بنسټ ايښودونکي ملاعمر ته نږدې و او اته کاله یې د مختلفو چینلونو له لارې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره هڅې کړي، اوس اکثره وختونه پټ ژوند کوي.

د خلیج له ښارونو نیولې ترترکیې او افغانستان پورې په هغو مېلمستونونو کې اوسي او غونډې جوړوي چې دولتي کلک امنیت یې نیول شوی دی.

نوموړي له نیویارک ټایمز سره په دې شرط مرکه کړې چې ځای به یې نه ښیي.

نیویارک ټایمز لیکي، د سولي خبرې چې لږترلږه له دوو کلونو راهیسې په ټپه درېدلي معتصم یې بیا مسله راپورته کوي.

هغه نیویارک ټایمزته ویلي، د سولې د خبرو احتمال په زیاتېدو دی، د هغه په وینا په وروستیو کې د طالبانو شورا په کوټه کې په غونډه کې موافقه کړې چې د سولې د خبرو بهیر دې مخ ته یووړل شي اوله غونډې وروسته هم د دې شورا یو شمېر غړیو له ده غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې بېرته پیل کړي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، معتصم چې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشرټاکل شوی و، وایي د حکومت او طالبانو ترمنځ د باور د رامنځته کېدو د هڅو په ترڅ کې یې دوه ځلې مخکې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې د پخواني ولسمشر کرزي له ورور سره کتلي و.

نوموړی په دې لاره کې د خطرونو یادونه هم کوي او وایي، ماخطرونه لیدل، ډېرو هم راته خبرداری راکاوه خو ماته ورته ویل چې د خپل هېواد او د خپلو خلکو لپاره چې که وکولای شي سوله او ثبات راولي، دا خطرونه یې په ځان منلي و.

نیویارک ټایمز د سولې د خبرو په وړاندې د خنډونو او ګواښونه په اړه د یولړ هغو پېښو يادونه کوي چې متعصم ورسره مخامخ شوی و.

هغه په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ کې له یوې مرګونې حملې روغ ووت چې وروسته د خلیج هېوادونو ته ولاړ.

په ۲۰۱۳ کال يې نوم د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحدو ایالتونو له تورو لستونو لیرې شو او یوکال وروسته یې د متحده عربي اماراتو په مرکز دوبۍ کې د افغانستان د حکومت او د دې هېواد د سولې د عالي شورا له لوړپوړو چارواکو سره د خبرو لپاره د طالبانو ۲۲ وزیران او مشران راټول کړل.

خو د ورځپاڼې په وینا معتصم په دغو هڅو سره د ځان لپاره دښمنان هم پیدا کړل.

د طالبانو مشرتابه وروسته اعلان وکړ چې هغه نور د دوی استازی نه دی.

په دغو خبرو کې د هغه مرستیال عبدالرقیب تخاري چې پخوا د طالبانو په واکمنۍ کې د کډوالو د چارو وزیرو، له دغې غونډې وروسته پېښور کې خپل کورته له ستنېدو وروسته ووژل شو.

دوویشت ورځې وروسته هم معتصم د دوبۍ پولیسو ونیو او وروسته له هغې خوشې شو چې د افغانستان حکومت یې د خلاصون غوښتنه وکړه.

له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې معتصم ونه ویل چې پرده څه ډول تورونه لګول شوي خو دی وایي، بالاخره دې ټکي ته ورسېد چې له پاکستانه به ځان لیرې ساتي.

معتصم نیویارک ټایمزته ویلي، که څه هم ده ته د طالبانو د نوي مشر ملا هبت الله له خوا د خبرو سپارښتنه نه ده شوې خودی په دې پوه دی چې د سولې د خبرو پیغام ورته د هغه نژدې کړۍ رسوي.

انډین اکسپرس:

انډین اکسپرس ورځپاڼه د واګه بندرپه اړه په یوه مطلب کې لیکي، یو پاکستانی لوړپوړی چارواکی وایي چې اسلام اباد افغان سوداګر له دې نه دي منع کړي چې د دغه بندر له لارې خپل مالونه هند ته صادرکړي.

له دې مخکې افغان ولسمشر پاکستان ته خبرداری ورکړی وچې که دغه ځمکنۍ پوله پرا ننیزي مرکزي آسیا به ته ترانزیتي لاره له لاسه ورکړي.

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نفیس ذکریا خبره را اخیستي چې ویلي يې دي، پاکستان د هغه دوه اړخیز تړون ژمنې پرځای کړي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ لاسلیک شوی دی.

په هغه تړون کې چې یوازې هندي مالونوته اجازه نه ورکول کېږي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته صادرشي.

XS
SM
MD
LG