د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

اکبراغا: د سولې په دویم دور خبرو کې دې اوربند اعلان شي


سید اکبر اغا
سید اکبر اغا

د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ وکړ او وایي چې باید دا خبرې اوربند ته زمینه برابره کړي.

د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه د دې شورا لسګونو غړي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې راټول شوي وو وایي، افغان حکومت باید داسې شرایط وړاندې نه کړي چې د سولې د خبرو مخنیوی کوي.

د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو د غبرګونونو په دوام د افغانستان د خلاصون د لارې عالي شورا د دې پرمختګ هرکلی وکړ او وایي، دا خبرې باید د افغانانو ترمنځ وي.

د دې شورا لسګونو غړو چې د پنجشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه په مرکزکابل کې راټول شوي وو، د سولې په بهیر يې ټینګار وکړ او ویې ویل دواړه لوري باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي.

د افغانستان د جوړښت لپاره د خلاصون د لارې د شورا مشر سید اکبراغا وايي، باید د سولې د دویم دورخبرې داسې وي چې په کې اوربند اعلان شي:

((د اوربند په صورت کې باید مذاکرت وشي، داسې چې یوه مثبته نتیجه مرتبه شي نو دا ټول جریان د ملت سره اړه لري، ملت تضمین ایجادولای شي او د افغانستانه د باندې یو څوک نه باور منځته راوستلای شي او هم څوک تضمین ورکولای شي.))

نوموړی وایي، اوربند کولای شي اعتماد ته زمینه برابره کړي او دا هغه څه دي چې د افغان ولس غوښتنه ده.

د افغانستان د خلاصون لپاره د حل لارې شورا چې مشري یې یو شمېرپخواني طالبان کوي داسې مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلی او د دا شان نورو غونډو وړاندیزونه کوي چې افغان حکومت دا مهال دویم پړاو خبرو ته چمتوالی نیسي.

د سولې د لومړي دور په خبرو کې چې د روژې په میاشت کې تر سره شوې دواړه لوري په دې سلا شوي چې په دویم دورکې به د خپلو غوښتنو وروستی لست یو بل ته سپاري.

په داسې حال کې چې د دې غونډې نیټه او ځای لا معلوم نه دی پخواني یو شمېرچارواکي وايي چې باید افغان حکومت په ځينو شرایطو خپل دریځ نرم کړي.

د افغانستان د اسلامي اقتدارګوند مشر او پخواني قوماندان احمدشاه احمدزي د سولې په تړاو جوړې شوې دې غونډې ته وویل چې د مخالفینو ځیني معقولې غوښتنې باید ومنل شي:

((په خوله باندې هرڅوک د سولې نارې وهي، دا سوله کوم بهرنی نه شي راوستلای او دا د افغانانو کار دی چې اول موږ سره جوړشو او دا د چا شخصي مساله نه ده که د طالبانو شرعي غوښتنې وې هغه دې ومنل شي او دواړه لوري دې یو معقوله حل لار وړاندې کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سره جرګې ته ناست د افغان لوري پلاوي ویلي چې د امنیت د ټینګښت په شرط د اساسي قانون د لومړي او دویم فصل پرته دوی د وسله والو مخالفینو سره په نورو موضوعاتو هرډول خبرو ته چمتو دي.

له دې سره یو شمېر نوردیني عالمان او د چارو څيړونکي وايي، دواړو لوروته یوښه فرصت په لاس ورغلی او باید له دې فرصته څخه سمه استفاده وشي.

دوی وایي، د سولې صادقانه خبرې د افغانانو د اوږده عمرارمان پوره کولای شي چې زیات شمېرافغانان ورته سر له اوسه خوشبینه دي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG