د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

سید اکبر آغا د طالبانو ترمنځ روان اختلافات ډېر جدي نه ګڼي


د طالبانو د رژیم یو شمېر پخواني غړي د دغې ډ‌لې د مشرتابه پر سر اختلافات تاییدوي؛ خو هغه جدې نه ګڼي.

سره له دې چې د طالبانو د مشر ملا عمر تر مړینې وروسته د دغې ډلې تر منځ د ژورو اختلافاتو راپورونه ورکول کیږي،؛ خو یو شمېر پخواني طالب چارواکي وایي چې دا اختلاف جدې نه دي.

دغو پخوانیو طالب چارواکو د شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې له دې وړاندې هم پر ځينو مسایلو د طالبانو په لیکو کې اختلافات راغلي؛ خو وایې چې دا اختلافات به زیات دوام ونه کړي.

د افغانستان د خلاصون لارې د شورا او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جیش المسلمین د ډلې مشر سید اکبر آغا آزادي راډيو ته وویل چې طالبان په اصولو کې اختلافات نه لري؛ نو ځکه دا اختلافات جزئي دي:

((زه خپله خو داسې وایم چې اختلافات به و نه اوسي. د اختلافات حل به دوی وکړي او اوس په اصولو باندې چې کوم شی بنا نه وي؛ نو زه فکر نه کوم چې هغه دې د دوی صفوفو ته زیان ورسوي.))

د ملا محمدعمر د مړینې له تایید وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوه بیان په خپرولو سره ملا اختر محمد منصور د دغې ډلې د مشر په توګه اعلان کړ.

خو د کوټې د شورا یوه غړي ملاحسن رحماني له آزادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ملا منصور له ټاکل کېدو سره د کوټې د شورا زیاتره غړې موافق نه دي او په خبره یې د هغه پر ځای باید د ملا عمر زوی ملا یعقوب د خپل پلار ځای ناستی وای.

د طالبانو د مشرتابه پر سر اختلافاتو دا اندیښنې رامنځ ته کړې چې ښایي دغه ډله د سولې په برخه کې هم په یوه نظر نه وي؛ خو ملا رحماني په دې برخه کې د اختلاف نظر نه تاییدوي.

اخوا د طالبانو د پخواني رژیم بل چارواکی وکیل احمد متوکل هم د طالبانو تر منځ د نظر د اختلاف خبره کوي؛ خو وایي د سولې لپاره دا اړینه ده څو دوی خپلو کې یو نظر ولري:

((تر هغه ځایه چې له مطبوعاتو څخه اورېدل کیږي؛ یو څه د نظر اختلاف د پخوانیو طالب مشرانو څخه محسوس کیږي. خو دا طبعي خبره ده چې اتحاد سولې لپاره هم ډير اړین دی.))

تر دې مخکې هم د طالبانو تر منځ په ځينو برخو کې د اختلاف موضوع یادېدله؛ خو دا لومړی ځل دی چې دا ډله د خپل مشر پر ټاکنه په دوو برخو ویشل کیږي.

په همدې حال کې طالبانو رسنیو ته په لیږلي غږیز پیغام کې ویلي چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مشر په توګه د رای په اتفاق ټاکل شوی دی او د ده د ټاکل کېدو پر مهال د افغانستان د ټولو ولایتونو لپاره د طالبانو استازي موجود وو.

خو د چارو کارپوه احمد سعیدي بیا وایي چې د طالبانو تر منځ اختلافات ښایي نور هم ډېر شي او دا کار به یو شمېر ناراضه طالبان د اسلامي دولت یا داعش لیکو ته ور جذب کړي:

((زما باور دا دی چې د ملا محمد عمر مرګ د دې باعث کیږي چې د داعش صفوف تقویه شي؛ یو تعداد طالبان له داعش سره یو ځای شي. یو تعداد یې چې موثر نه وي هغه به افغانستان خوا ته راشي.))

ښاغلی سعیدي وایي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې اعلان په یو داسې حساس وخت کې د دې لپاره و چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له خنډ سره مخامخ شي.

خو دا چې آیا دا ډله به څومره وکړای شي خپلو کې شته اختلافات لرې کړي او دا به د افغانستان پر وضعیت څومره اغیز وکړي؛ دا به د وخت په تیریدو سره معلوم شي.

XS
SM
MD
LG