د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

خلاصون لار عالي شورا، د روانو ستونزو حل ته ټولنیز خوځښت پیلوي


د "افغانستان د خلاصون لار عالي شورا" چې مشري یې پخواني طالب چارواکي کوي وايي، د ټول هېواد په کچه ۱۲۵ نفوذ لرونکي کسان راټولوي څو د هېواد ستونزو ته د هماغو سیمو په کچه حل لارې ومومي.

د دې شورا غړي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې راټول شوي وو، وايي چې د دې کار لپاره‌یې د بېلابېلو ولایتونو له خلکو سره سلا مشورې کړي او دې نتیجې ته رسېدلي چې په هېواد کې روانې ډېری ستونزې دې د خلکو له لارې حل شي.

د افغانستان د خلاصون لار شورا مشر سید اکبر اغا دې غونډې ته وویل، خوځښت به‌یې د جنګ ښکېلو ډلو ته د دې قناعت ورکولو لپاره کار وکړي چې روان تاوتریخوالی یوازې افغانان زیانمنوي خو ګټې یې نورو ته رسېږي.

د افغانستان د خلاصون لار شورا مشر سید اکبر اغا
د افغانستان د خلاصون لار شورا مشر سید اکبر اغا

نوموړی وايي:

"دا شورا به د خپلو کمېټو له لارې حکومت او طالب ته ډاډ ورکوي چې زموږ پیل شوی کار ستاسې په زیان نه‌دی بلکې د دې شورا یوازنی هدف دا دی چې ملت له روانو ستونزو څخه خلاص کړي."

د افغانستان د خلاصون لار عالي شورا د تېرو درېیو کلونو راهیسې فعالیت کوي او وايي چې په دې موده کې یې د خلکو بېلابېلو اقشارو څخه نظرونه راټول کړي دي.

د دغې شورا مشر ښاغلی اکبر اغا دیني احکامو ته په اشارې وايي چې د تاوتریخوالي ختمولو لپاره هڅې د هر مسلمان دیني وجیبه ده او دوی د خلکو په ستونزو ښه پوه دي.

د کلیو او بانډو په کچه د دې هڅو تر څنګ د پګواش نړیوالې مؤسسې روانه اوونۍ په کابل کې د جهادي مشرانو او سیاسي څېرو غونډه رابللې وه چې ګډونوالو یې د سولې لپاره په ګډو هڅو ټینګار درلود.

له دې سره د افغانانو د خوندي ژوند او ثبات لپاره له دې ادرسه دا هڅې په داسې وخت کېږي چې اروپايي ټولنې ویلي په دې وروستیو کې د سولې لپاره اغېزمنې او تر ټولو ډېرې هڅې شوې دي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي، د سولې لپاره بېلابېل خوځښتونه شته او راروان دي خو اصلي هدف‌یې باید اوربند او دې ته زمینه برابرول وي چې افغانان څنګه په یوه ټغر کېني.

هغه وايي چې د بې‌طرفه داسې خوځښتونو هرکلی کوي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد
د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه وطن اوسېدونکي او یا هغه خلک چې متضرر دي که راټولېږي په داسې حال کې چې نه تنخواه لري او نه چا لمسولي دي دا راټولېدل‌یې د قدر وړ دي، که له دې لارو داسې زمینه برابره شي چې افغانان په خپل منځ کې کېني او پر یوه بل د اعتماد فضا رامنځته کړي نو یقیناً افغانان چې د نړۍ ستونزې یې حلولې څنګه نه‌شي کولای خپلې ستونزې حل کړي."

له دې سره د روانو چارو یو کتونکی محمد زمان مزمل که څه هم دا ډول هڅې ګټورې ګڼي خو وايي، د دې اړتیا هم احساسېږي چې د سولې لپاره ټولې هڅې سره همغږه وي.

وسله‎والو طالبانو بیا له دې وړاندې د سولې لپاره د افغان حکومت او عامو خوځښتونو د غوښتنو په غبرګون ویلي چې دوی به یوازې له امریکا سره خبرو اترو ته کېني.

خو ښاغلی مزمل وايي، افغانان باید د روانو حالاتو یو څه زده کړي او دا احساس کړي چې روانو تاوتریخوالو تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو ته رسولی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG