د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

میرزاده: طالبان د قطر دفتر له لارې د سولې خبرو ته لېواله دي


د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو په نوم د شبکې غړي وايي چې وسله وال طالبان د قطر دفتر له لارې د سولې خبرو پیلېدو ته لېواله دي.

د دې شبکې مشر سنګر امیرزاده وايي چې افغان حکومت هم باید د څلور اړخیزه غونډو پر ځای بین الافغاني خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکه وايي داسې معلومات په لاس کې لري چې وسله وال طالبان د بین الافغاني خبرو اترو له لارې د سولې خبرو ته لېواله دي.

د دې شبکې مشر سنګر امیرزاده د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې افغان حکومت هم باید د پاکستان څخه د تمې پر ځای د قطر دفتر ته پاملرنه ډېره کړي.

هغه زیاته کړه:

"طالبانو سره باید د سولې پروسه د بین الافغاني خبرو له لارې پرانیستل شي ځکه موږ په جریان کې یو چې دوی د قطر دفتر له لارې لېوالتیا لري دا حکومت دی چې اقدام نه کوي او اراده نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د روان کال له جنوري میاشتې راهیسې د دغې ډلې د پخلاینې لپاره د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان تر منځ د څلور اړخیزه غونډو یو میکانیزم جوړ کړی دی.

افغان حکومت د طالبانو د پخلاینې د څلور اړخیزه غونډو یو میکانیزم جوړ کړی دی.
افغان حکومت د طالبانو د پخلاینې د څلور اړخیزه غونډو یو میکانیزم جوړ کړی دی.

افغان لوري هم ویلي چې د دغو غونډو د بریالي کېدو لپاره پاکستان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او نور له هغه هېواده د سولې راوستلو تمه نه لري.

خو ولسمشر محمد اشرف غني تل ټینګار کړی چې د پخلاینې لپاره یې د سولې خبرو لپاره دروازه پرانیستي پریښي که څه هم دا فرصت به د تل لپاره نه وي.

وسله والو طالبانو هم د کمکي اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې د قطر دفتر څخه یادونه کړي او ویلي یې وو چې یاد دفتر یې د افغانستان ستونزې د حل په خاطر د سیاسي هڅو بېلګه ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا وايي چې په دې اړه تر اوسه ورسره اړیکې نه دي نیول شوي خو که داسې څه وي هرو مرو به ورته ځانونه ورسوي.

د یادې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان د خبرو اترو پروسې د پیلېدو لپاره همکاري وکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم
د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم

هغه زیاته کړه:

"په دې اړه تر اوسه له موږ سره چا اړیکه نه ده نیولي او دقیق معلومات هم نه لرو، له دې وړاندې له طالبانو سره زموږ څه اړیکې وې او شورا ته له راتګه مخکې شخصاً زه خپله دوه ځله قطر ته تللی یم او اړیکې ورسره وې خو اوس ممکن طالبان هغې مرحلې ته نه وي رسېدلي چې د قطر دفتر له لارې عملاً کوم پروګرام پیل کړي."

له دې وړاندې د وسله والو طالبانو استازي د پاکستان په مري او قطر هېواد کې د افغان لوري سره د خبرو پر مېز ناستې ته حاضر شوي دي.

د سولې په خبرو کې که افغان حکومت او خلک د پاکستان له همکارۍ ناهیلې شوي یو شمېر شنونکي وايي ممکن طالبان هم نور د پاکستان څخه د خلاصون لپاره په بدیلو لارو غور کوي.

له دې ډلې یې حکمت الله صدیقي ازادي راډيو ته وویل ښه ده چې وسله وال طالبان هم لکه د حزب اسلامي په څېر یوازې د افغانانو تر منځ خبرو ته لومړیتوب ورکړي او هسې چې ادعاوې کېږي د قطر دفتر له لارې پروسه پیل کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG