د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د سولې د پروسې د بریالیتوب په خاطر باید څه وشي؟


د افغانانو د ژغورنې په نوم شورا ټینګار کوي چې د سولې پروسې د بریالیتوب په خاطر باید لومړی د پاکستان سره د سولې خبرې وشي.

دې شورا د محمدالله ناقد تر مشرې لاندې د پنجشنبې په ورځ د موجودیت اعلان وکړ چې په باور یې د افغانستان د سولې پروسه اوس د سیمې هېوادونو ترمنځ لوبه ګرځيدلې ده.

د سولې عالي شورا هم د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان رول مهم ګڼي وايي چې دې هېواد تر اوسه په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

که څه هم د افغان سولې پروسې د بیا پیلیدو لپاره د څلورو هېوادونو ګډو هلو ځلو په لومړی کې هیلې راټوکولي وې خو د دې پروسې ځنډ یو ځل بیا بېلابېل بنسټونه دې ته لېواله کړي چې د بریالیتوب لپاره یې خپلې طرحې بیان کړي.

په دې لړ کې د افغانانو د ژغورنې په نوم جوړه شوي نوي شورا وايي چې سولې ته د رسیدو په خاطر باید افغان حکومت په لومړي سر کې له پاکستان سره خبرې وکړي.

د دې شورا مشر محمدالله ناقد د پنجشنبې په ورځ د نجات شورا له اعلانه وروسته خبریالانو ته وویل، تر هغې چې پاکستان خپلو هیلو ته ونه رسیږي په افغان خاوره کې به د سولې او ثبات ټینګول سخت کار وي.

ښاغلي ناقد زیاته کړه:

"موږ باید هر رول وسنجوو او دا چې لومړی ستونزې له ګاونډيانو سره حل کړو ان تر دې پورې چې باید د دوه هېوادونو تر منځ سوله وشي، دواړه لوري خپلې غوښتنې مطرح کړي او د حل یوه منطقي دایمي لار ورته ولټول شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم د سولې په خبرو کې د پاکستان رول تل مهم ګڼلای دی.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سالاکار سرتاج عزیز هم په وروستیو کې منلې چې د طالبانو ځيني مشران یې په هېواد کې ژوند کوي او پاکستان پر هغوی څه نفوذ لري.

له دې وړاندې په کابل او او اسلام اباد کې د دغې ډلې د پخلاینې لپاره د افغاني، پاکستاني، امریکايي او چینایې استازو تر منځ څلور څلور اړخیزې غونډې شوي چې له مخې یې باید تېره میلادي میاشت د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیلیدو زمینه برابره شوي وای.

له هغې وروسته که له یوې خوا طالبانو دا خبرې رد کړې له بلې خوا بیا افغان حکومت وویل چې پاکستان په هغو خبرو عمل نه کوي چې له مخې یې باید وسله وال طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي وای.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم په افغانستان کې د سولې راوستلو په خاطر د پاکستان رول مهم ګڼي وايي چې که پاکستان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي دوی به نورانتخابونه غوره کړي.

د دې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم ازادي راډيو ته وویل چې دوی به له چین او امریکا څخه وغواړي چې پر پاکستان فشار وارد کړي.

"په څلور اړخیزه غونډو کې هم ټولو څلور هېوادونو د پاکستان په رول ټینګار کاوه او له همدې امله پاکستان ته وظیفې وسپارل شوې، موږ هیله لرو چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د څلور اړخیزه غونډو همغږي کوونکي هېوادونه هم په دې برخه وفادار پاتې شي."

له دې سره خپله افغان او پاکستانې چارواکو بیا-بیا په افغانستان کې سوله او ثبات په پاکستان کې د ثبات په معنا بللي خو د کارپوهانو په باور دا هغه څه دي چې یوازې د شعار تر حده پاتې شوي دي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه اکبر بارکزۍ وړاندېز کوي چې نړیوال قدرتونه باید د افغانستان ستونزې د حل لپاره یوه کمیټه جوړه کړي تر څو پاکستان دې ته مجبوره شي چې وسله وال طالبان پخلاینې ته حاضر کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG