د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

خوستوال قومي مشران: هېچاته د نظام د ړنګولو اجازه نه ورکوو


د خوست یو شمېر اوسیدونکې او قومي مشران پر نظام د ټول ولس د راټولیدو غوښتنه کوي او وايي، هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره د حکومت د ړنګولو هڅه وکړي او یا حکومت پسې ناسم او له واقعیتونو لیرې منفي تبلیغات وکړي.

دوی زیاتوي، په نظام کې د هغوی ژوند، پرمختګ، اقتصاد او نورې ګټې خوندي دي او د خپل ښه راتلونکې لپاره د حکومت ملاتړ کوي.

دا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ لسګونو قومي مشرانو او ځايي اوسیدونکو په هغه غونډه کې وکړې چې د یاد ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.

قومي مشر حاجي ګل نواز ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه داسې وویل:

"موږ ځکه د دولت او نظام نه ملاتړ کوو چې په دې وطن کې مو ناموس دی، هغه څوک چې له وطن او ناموس ساتنه نه کوي، پردی دی، په دې وطن کې زموږ اقتصادي ساتلی دی، زموږ پیشرفت ساتلی دی، ښوونه روزنه مو په کې ساتلې ده او له همدې کبله د خپل وطن نه کلکه دفاع کوو."

قومي مشر حاجي جلندر شاه وايي، افغانان په ټوله کې سوله غواړي، خو تر څنګ يې نظام هم ټېنګوي:

"هېچاته پر دولت د تیري اجازه نه ورکوو، نه يې بې ځایه تبلیغاتو ته ورکوو او نه خپلې خاورې ته څوک راپریږدو، موږ سوله غواړو، سولې ته ضرورت لرو، دا دولت چې موږ په رایو راوستی، هېچاته د دې اجازه نشته چې دا دولت ړنګ کړي او نه يې دې کار ته پریږدو."

د اسماعیل خېلو او مندوزېو ولسوالۍ د پرمختیايي شورا مشر وزیراخان هم د نورو

قومي مشران وايي، په نظام کې د هغوی ژوند، پرمختګ، اقتصاد او نورې ګټې خوندي دي او د خپل ښه راتلونکې لپاره د حکومت ملاتړ کوي.
قومي مشران وايي، په نظام کې د هغوی ژوند، پرمختګ، اقتصاد او نورې ګټې خوندي دي او د خپل ښه راتلونکې لپاره د حکومت ملاتړ کوي.

هېوادونو په شان په افغانستان کې د یو غښتلي او ځواکمن حکومت شتون او له هغې د ولس د حمایت مساله مهمه بولي:

"له نظام نه پدې وجه حمایت کوو چې کوم ځای کې امنیت وي، هلته پرمختیايي کارونه ښه کېږي، مشکل نه پیدا کېږي، خلکو سره ظلم نه کېږي، قانون به پلی کېږي، موږ په خپله ولسوالۍ کې پریکړه وکړه چې زموږ خلکو ژوند ګډ وډ کړي او یا خلکو ته مشکل پیدا کړي، موږ به د حکومت نه ملاتړ کوو، کله مو چې د دولت نه ملاتړ وکړ، نو خپلو ګټو نه مو ملاتړ وکړ."

د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمدیونس ځدراڼ د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو او مشرانو د دې ناستې هدف دا بولي چې یو شمېر پخواني حکومتي چارواکې او هغه کسان چې خپلې شخصي ګټې او معاملې يې له لاسه ورکړي، د دې پر ځای چې نظام ته له اوسني سیاسي او امنیتي بحرانه د راوتو لپاره لاس ورکړي، په نظام پسې غیر واقعبینانه تبلیغات کوي، خو ولس نظام پلوه نظر لري او نه غواړي چې د تېرو لسیزو هغه ستونزې او مشکل یو ځل بیا تجربه کړي:

"د ملي یووالي د حکومت نه دوه کاله پوره کېږي، دوی خپلې برنامې ورو، ورو تطبیقوي چې له هغې جملې یوه د سولې موضوع ده، د ټاکنو د اصلاح پروسه ده، نو طبعاً هغه خلک چې لدې پروسې ناراضه دي، د حکومت پر وړاندې مشکلات جوړوي، نو ولسونه راويښ شوي او دلته په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې يې د حکومت نه ملاتړ وکړ او هغو خلکو ته يې دا پیغام ورکړ چې حکومت دې نه تخریبوي، ځکه په تېر کې د دوی کړنې موږ ته مالومې دي."

د افغان حکومت په ملاتړ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو د مشرانو او ځوانانو په ولسي غونډه کې د ښوونځیو زده کوونکو هم برخه اخیستې وه او زده کوونکو هم له مقالو سربیره په خپلو ترانو کې د سولې، پرمختګ او نظام د ښېګڼو یادونه وکړه.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG