د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

"د سولې په خبرو کې دې د بې طرفه کسانو ونډه ډېره شي"


په داسې حال کې چې د پګواش په نوم د یوې نړیوالې موسسې له خوا د قطر په مرکز دوحه کې د وسله والو طالبانو استازو په ګډون د یو شمېر افغاني شخصیتونو او ټولنو له خوا د سولې پر مسائیلو خبرې شوي او ګډونوال يې د نورو خبرو اترو لپاره پایلې هیله بخښوونکي بولي.

خو بل لوري ته په خوست کې یو شمېر جهادي قوماندان او قومي مشران له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د سولې په پروسه کې دې د بې طرفه کسانو ونډه ډېره کړي.

دوی چې د یکشنبې پر ورځ په خوست کې د افغانستان د مجاهدینو د سرتاسري شورا په انګړ کې راغونډ شوي ول، پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې له جنګه دې لاس واخلي او د افغانستان د ابادۍ لپاره دې د سولې لاره خپله کړي.

پخوانی جهادي قوماندان ګل قاسم جهادیار وايي، چې افغان دولت باید تر ډېره د سولې په پروسه کې د لويې پکیتا مشران او جهادي قوماندانان شریک کړي.

دی زیاتوي، اوسمهال طالبان هم له جنګه ستړي شوي او تر پخوا يې سولې ته لیوالتیا ډېره شوې ده.

ګل قاسم جهادیار د افغانستان په سوله کې د پاکستان، چین او امریکا ګډون هم هیله بخښونکی بولي.

د افغانستان د مجاهدینو سرتاسري شورا رئیس مولوي سردار ځدراڼ وايي ددوی شورا د افغان حکومت د سولې له هڅو ملاتړ کوي او له وسله والو طالبانو هم غواړي، چې د سولې بهیر سره یو ځای شي:

"موږ د افغانستان د حکومت د دې هڅو نه چې د وسله والو سره يې د سولې لپاره هڅې روانې کړې دي، ملاتړ کوو، د دې تر څنګ د افغانستان د مجاهدینو سرتاسري شورا په طالبانو باندې غږ کوي، چې نور جنګونه پریږدي، د سولې له بهیر سره یو ځای شي او پر افغان دولت غږ کوي، چې خلکو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي."

د خوست د ولایتي شورا پخوانی مشر سیدکریم خاکسار وايي، د سولې خبرې هغه مهال ګټورې او اغېزمنې تمامیږي، چې په دې پروسه کې بې طرفو شخصیتونو او ډلو ته ونډه ورکړل شي:

"ولسونو ته تر هر څه مخکې د دولت نه ملاتړ مهم دی، ځکه چې دولت نه د خلکو ملاتړ نه وي، بیا نو سوله نه راځي، خو د ملي یووالي حکومت باید د سولې په پروسه کې هغو خلکو ته ونډه ورکړي، چې په حکومت او طالبانو پورې اړه ونلري، بې طرفه خلک وي، قومي مشرانو او مجاهدینو ته دې د سولې لپاره د منځګړتوب لپاره موقع ورکړل شي."

قومي مشر رمضان کوچی وايي، چې د افغانستان د نورو قومونو او ولسونو په شان د خوست خلک هم سوله غواړي، داسې سوله چې په هغه کې د افغانستان د خلکو پرمختګونه او نور دیني او کلتوري ارزښتونه وساتل شي.

د قطر په پایتخت د دوحه په دوه ورځنۍ ناسته کې د طالبانو په ګډون د بیلابیلو ډلو (۵۵) استازو برخه اخیستې وه، د قطر غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، چې د افغانستان حکومت د امریکا او چین په ګډون له پاکستان سره په تیرې یوې میاشتې کې دوه ځلې غونډې کړي او تمه ده چې د دلوې په ۱۷ مه درېیمه ورته غونډه جوړه شي؛ څو له طالبانو سره د سولې لپاره مخامخ رسمي خبرو ته لاره هواره شي.

XS
SM
MD
LG