د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

"له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو مخالفت نه دی لیدل شوی"


د افغانستان د سولې عالي شورا وایې، د حزب اسلامي مذاکره کوونکی پلاوی باید دا روښانه کړي چې کومې حکومتي کړۍ له حکومت سره د دغه ګوند د خبرو مخالفت کوي.

د دغې شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی تراوسه د حکومت له ادرسه داسې کوم مخالفت نه دی لیدلی.

خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي غړی محمدامین کریم ادعا کوي چې د ملي وحدت په حکومت کې د دغې ډلې سره د مذاکراتو په برخه کې یو نظر نشته.

خو د سولې عالي شورا د دغې موضوع په ځواب کې وایي، دوی تراوسه له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په تړاو کوم مخالفت نه دی لیدلی.
خو د سولې عالي شورا د دغې موضوع په ځواب کې وایي، دوی تراوسه له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په تړاو کوم مخالفت نه دی لیدلی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره د افغان حکومت د سولې د مذاکراتو په دوام داسې ګنګوسې شته چې ځيني حکومتي کړۍ له دغې ډلې سره د سولې په خبرو کې مخلصه نه دي.

خو د سولې عالي شورا د دغې موضوع په ځواب کې وایي، دوی تراوسه له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په تړاو کوم مخالفت نه دی لیدلی.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملي وحدت په حکومت کې د سولې د خبرو په تړاو اجماع شته.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"د ملي یووالي په حکومت کې د نظر وحدت موجود دی او ټول په دغه خبره متحد دي چې د حزب اسلامي له ورونو سره مذاکرات ادامه پیدا کړي او له هغوی سره کومې خبرې چې شته کامیابۍ ته ورسیږي. هیڅ قسم مخالفت وجود نه لري."

نوموړی ټینګار کوي چې د حزب اسلامي پلاوی باید هغه کسان او یا هم ډلې مشخصي کړي چې د حکومت له ادرسه له دغې ډلې سره د مذاکراتو مخالفت کوي.

ښاغلي سلیم وویل چې لا هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوی سره خبرې روانې دي خو دغه خبرې تراوسه پر عمومي مسایلو راڅرخي نه پر جزیاتو باندې.

نوموړي وویل، تمه کیږې په هغه ناسته کې چې سبا ته د افغان حکومت او حزب اسلامي د استازو ترمنځ کیږي، د سولې د خبرو پر جزیاتو بحثونه وشي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ یو پلاوی له نږدې دریېو اونیو راهیسې په کابل کې دی څو له افغان حکومت سره د سولې خبرې پر مخ بوځي.

د حزب اسلامي دغه پلاوی وایي، ځيني کړۍ شته چې د سولې له ټینګښته ویره لري.

د دغه پلاوي غړي محمد امین کریم د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرو کې د سولې د دغو مخالفو کړېو په اړه وویل:

"په خواشینۍ سره موږ له یوه داسې نظام سره مخامخ یو چې په یوه ژبه نه دی. اوس تاسو دا مه غواړئ چې د مشخصو کسانو نومونه یاد کړم بلکې ټول هغه جریانونه، کسان او ډلې چې په تېرو ۱۶کلونو کې یې له جګړې څخه ګټه اخیستې، د عادلانه نظام له جوړېدو څخه چې له حکومت سره د حزب اسلامي ډلې د مذاکراتو موضوع ده، متاثره دي."

ښاغلي کریم د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګڼې دغه ډله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه له خپل مخکیني شرط څخه تېره شوې وي بلکې هغه یې سولې ته د رسیدو لپاره یو هدف وباله.

نوموړي وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع یې یواځې د سولې د خبرو د پيل لپاره د شرط په توګه نه ده یاده کړې خو په خبره یې په اوږد مهال کې د بهرنیانو د حضور مخالفه دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه مسئله ده چې وسله والو طالبانو هم له حکومت سره د سولې د خبرو د پیلیدو یو شرط بللی دی.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه مسئله ده چې وسله والو طالبانو هم له حکومت سره د سولې د خبرو د پیلیدو یو شرط بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي کابل ته د مذاکراتو لپاره پلاوي را استولي او په وار-وار یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع د یو شرط په توګه یاده کړې ده.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه مسئله ده چې وسله والو طالبانو هم له حکومت سره د سولې د خبرو د پیلیدو یو شرط بللی دی.

له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې هم چې ټاکل شوې وې د تېرمارچ میاشتې په ترڅ کې وشي، له همدې امله ځنډیدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي هم له طالبانو سره د مذاکراتو د ځنډني کیدو په غبرګون وویل، پاکستان چې د سولې د همږغۍ د څلور اړخېزې کمېټې غړی دی، په دغه پروسه کې صادقه نه دی.

له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې په تړاو د ځینو مخالفتونو موضوع هغه څه ده چې یو شمېرکارپوهان یې هم تاییدوي.

د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور وایي، حکومت کې اوس دوه جهتونه موجود دي او په خبره یې په حکومت کې یو شمېر پخوانۍ جهادي کړۍ له دې ویره لري چې حزب اسلامي به د دوي څوکۍ ونیسي.

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG