افغانستان
کابل به د حکومت او حزب اسلامي د درېيمې رسمي غونډې کوربه وي
ټاکل شوې ده کابل به راتلونکې اوونۍ د حکومت او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د درېيمې رسمي غونډې کوربه وي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ويلي چې د مخکنيو مذاکراتو پر مهال دواړو لورېو په سلو کې اويا اختلافات هېر کړی او توافق ته رسېدلي دي.
د سولې عالي شورا مرستيال عبدالخبير اوچقون نن ازادي راډيو ته وويل، هيله من دی چې د راتلونکي اوونۍ په غونډه کې به دواړه لوري اخري موافقې ته ورسيږي.
د پاته برخو په اړه د فکرونو توپير دومره له جنجاله ډک نه و او سبا د سولې د عالي شورا په مشرۍ له هيت سره دا موضوع مطرح کيږي او د راتلونکي اوونۍ په اوږدو کې به د استولي هيت سره دا غونډه ترسره شي او هيله من يو چې دا غونډه به چې په راتلونکي کې کيږي، اخري غونډه وي چې موږ په کې يوې موافقې ته ورسيږو.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي په داسې حال کې له کابل سره د سولې خبرې پيل کړي چې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې له خبرو ډډه وکړه.
ګلبدين حکمتيار او د ده په مشرۍ ګوند يې د طالبانو له رژيم وروسته د افغان حکومت او د دې حکومت له نړېوالو ملاتړېو سره مخالفت ښودلی او پرضد يې جګړه کړې ده.
د دې پخواني جهادي مشر او د ګوند نومونه يې د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
متقي؛ د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ مذاکرات روان دي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي،" د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي".
متقي دا خبره نن یکشنبې د "افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د مشورتي خبرو اترو" په ناسته کې کړې ده.
د هغه په ټکو،" طالبانو په صداقت او د حل لار موندنې په موخه په دې مذاکراتو کې ګډون کړی دی".
متقي وړاندې وویل،"د خبرو اترو او متقابل احترام له لارې د ستونزو د حل په لټه یوو، خو له خپلو خلکو او د هېواد له ځمکنۍ بشپرتیا څخه دفاع مو حق ده".
د چین په اورمچي ښار کې د تیرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شول.
تراوسه د دغو مذاکراتو نور جزیات خپاره شوي نه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي د تیرې اونۍ په پای کې ویلي و،"په دغو مذاکراتو کې د پاکستاني پلاوي ګډون د پاکستان د حکومت د اندېښنو پر بنسټ دی".
د هغه په ټکو،" د مذاکراتو د پرمختګ مسولیت د طالبانو حکومت ته ورګرځي".
سبا د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله له قرغیزستان سره لوبه لري
تمه ده سبا دوشنبې د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله د قرغیزستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
د فوټبال فدراسیون نن یکشنبې د (حمل۱۶مه) پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي،" ملي لوبډله د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د سبانۍ لوبې لپاره تمرینات ترسره کوي".
د منځنۍ اسیا د فوټبال د ټولنې د معلومات له مخې په دې سیالیو کې د افغانستان سربیره د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او تاجکستان د فوټبال له ۱۷کم عمره لوبډلو ګډون کړی دی.
دغې لوبې سبا د حمل په ۱۷مه پیلږي.
د طالبانو حکومت د "افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو" کوربه دی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې د "افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو" کوربه دی.
د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمدتکل پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" دغه ناسته د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوې ده".
د هغه په ټکو،" په ناسته کې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو سربیره په سیمه کې د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا هم خبرې کیږي".
که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو حکومت په رسیمت نه پیژنې خو نژدې اړیکې ورسره پالي.
تمه ده د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله ازبکستان ته لاړه شي
تمه ده د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله ازبکستان ته لاړه شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلومات له مخې تمه ده دغه لوبډله د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې له ۱۷کلونو د کم عمره د ۲۰۲۶کال د کافا په لوبو کې ګډون وکړي.
دغه لوبې د دوشنبې په ورځ د حمل په ۱۷مه پیلیږي.
د افغانستان په ګډون په دې لوبو کې پنځو لوبډلو ګډون کړی دی.
د افغانستان د مدني ټولنو بنسټونه؛ م.م دې د افغانستان او پاکستان د شخړې په حل کې مرسته وکړي
د افغانستان د مدني ټولنو یو شمیر بنسټونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په حل کې مرسته وکړي.
دغو بنسټونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو لیک ویلي،" په افغانستان کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت کړنو ملکي کسانو او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته تاوان رسولی چې د دې سازمان د منشور نقض او نړیوالې سولې ته لوی ګواښ دی".
دغو بنسټونو له ملګروملتونو غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو له مخې د ملکیانو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.
په لیک کې راغلي،"دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دنده ده چې د افغانانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي".
نژدې شپږ اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په اورمچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی و، خو په اړه ډیر جزیات خپاره کړې نه وو.
د چین په ارومچي ښار کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې وې.
په افغانستان کې د ورښتونو او سیلونو تلفات ۷۷ ته ورسید
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي، د وري میاشتې له شپږمې تر دې مهاله په افغانستان کې د ورښتونو له امله اووه اویا کسان وژل شوي او یوسل او اووه دیرش نور ټپيان شوې دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي د ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد نن وویل چې د دې مرګ ژوبلې ترڅنګ ورښتونو او سیلونو دوه زره شپږ سوه درې اویا کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړې دي او څه باندې یولس زره جریبه مځکه یې تخریب کړې ده.
په افغانستان کې د شنبې د شپې زلزلې ۱۲ تنه ووژل
د طالبانو چارواکو او سرې میاشتې خبر ورکړ چې د جمعې شپې د زلزلې له امله په افغانستان کې دولس تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوې دي.
په وژل شویو کې اته تنه د یوې کورنۍ غړي دي چې د کابل په بګرامي کې کور پرې نړیدلی دی .
د امریکا د جیولوجي سروې ادارې په وینا دا زلزله د ریښتر پنځه اعشاریه اته درجې وه او مرکز یې په بدخشان کې و.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد اله فطرت وایي چې پنځه کورونه یو مخ نړیدلي، درې دیرش کورونه لږ تخریب شوي او له لویه سره څلویښت کورنۍ د دې زلزلې له امله اغیزمنې شوې دي.
په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو تلفات تر ۶۰ واوښتل
د طالبانو حکومت د مارچ له شپږویشتمې راهیسې د ورښتونو له امله د یو شپیته کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ایکسپاڼه کې نن لیکلي دي چې د ورښتونو او سیلونو له امله یوسل او شپاړس تنه نور ټپيان شوې دي.
مجاهد زیاتوي چې دوه زره څلور سوه اته څلویښت کورونه هم زیانمن شوي او نژدې اووه ویشت زره جریبه مځکه تخریب شوې ده.
د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې د یوزر او پنځه څلویښت څارویو د مړینې راپورونه هم خپاره شوې دي.
له دبۍ څخه کابل ته په سلګونو ټنه دارو درمل واستول شول
د روغتیا نړیوال سازمان نن کابل ته د اته اویا اعشاریه پنځه ټنه ژوند ژغورونکو طبي تجهیزاتو د رسیدو خبر ورکړ.
دغه سازمان په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا درمل د متحد عربي اماراتو له دوبۍ څخه کابل ته انتقال شول او په دې کې د درملو ترڅنګ په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره تغذیوي مواد او د جراحي وسایل هم شامل دي.
په کابل کې زلزلې د یوې کورنۍ غړي وژلي
په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي، د جمعې په شپه په کابل کې د زلزلې له امله اته تنه وژل شوې دي.
د کابل د والي ویاند حافظ بشارت په یوه بیان کې وویل چې زلزلې د بګرامي ولسوالي په ګوسفند دره کې یو کور نړولی او د همدې کور غړي پکې وژل شوې دي.
د بیان له مخې د دې کورنۍ پلار، مور، څلور لوڼه او دوه زامن یو ځای وژل شوې دي.
په بیان کې راغلي چې د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته درجې د ریښتر وې چې د افغانستان په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.