د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د پلاوي پر تګ ناخبره دی


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې په قطر کې د طالبانو د دفتر یو هیئت اسلام اباد ته رسېدلی دی.

خو افغان چارواکي وايي، دوی په دې اړه خبر نه دي او نه نور له پاکستانه دا تمه لري چې وسله وال طالبان دې د سولې خبرو ته کېنوي.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د ځیني سرچینو له قوله ویلي دي چې د افغان طالبانو د قطر د دفتر یو درې کسیزه پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی.

ورځپاڼې د دې درې کسانو د سفر هدف له افغان حکومت سره د خبرو اترو پر امکاناتو بحث ښودلی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي چې له قطره اسلام اباد ته ورغلي د طالبانو په دې هیئت کې مولوي شهاب دلاور چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اسلام اباد کې ډېپلوماټ و او مولوي جان محمد مدني چې یو وخت په عربي متحده اماراتو کې د طالبانو د حکومت سفیر و شامل دي.

طالب ویندویانو اسلام اباد ته د خپلو دې استازو د سفر په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

که څه هم په بهرنیو اړیکو کې د د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د ازادي راډیو د یو ټیلیفوني تماس په ځواب کې په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، خو اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستان دننه له دې موضوع د یوې خبري سرچینې په حواله چې نوم یې یاد شوی ویلي:

د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د ازادي راډیو د یو ټیلفوني تماس په ځواب کې په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه
د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د ازادي راډیو د یو ټیلفوني تماس په ځواب کې په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه

"دا د سولې د خبرو په برخه کې یو لوی پرمختګ دی چې د طالبانو استازي اسلام اباد ته رسېدلي او غواړي د افغان حکومت سره د خبرو اترو پر لارو چارو بحث وکړي."

پاکستاني رسنیو په دې اړه په خپلو راپورونو کې د ناڅرګندو سرچینو په حواله دا هم ویلي چې د اپرېل ۲۷ نېټه د افغان حکومت د استازو او طالبانو تر منځ په اسلام اباد کې د خبرو اترو لپاره ټاکل شوې وه.

خو افغان حکومت وايي، څو چې پاکستان په څلور اړخیزو غونډو کې کړې ژمنې نه وي پوره کړې له دې هېواده د طالبانو سره د سولې په برخه کې د کومې همکارۍ تمه نه لري.

افغان ولسمشر اشرف غني په همدې ورځ چې اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي د رسېدو خبرونه خپاره شول د ملي شورا د دواړو خونو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، موږ له پاکستانه دا تمه نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي.

خو له پاکستانیانو غواړو چې په څلور اړخیزه توافقنامه کې په خپلو ژمنو ودرېږي او د هغو کسانو په خلاف نظامي عملیات وکړي چې مرکزونه یې په پاکستان کې دي او رهبران یې په پاکستان کې اوسېږي.

د بهرنیو اجیرانو سره د خبرو هېڅ لار نه شته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

​کله مو چې د ولسمشر غني د ویاند له مرستیال دوا خان مینه پال څخه اسلام اباد ته د طالبانو د استازو د سفر او له افغان حکومت سره د ممکنه خبرو په اړه وپوښتل نوموړي په دې اړه بې خبري وښوده او د دا ډول خبرو لپاره یې د ولسمشر پر وروستي دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل څو چې پاکستان د هغه څه په اړه اقدام ونه کړي چې په څلور اړخیزو غونډو کې یې له موږ سره ژمنه کړې، د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان پر رول باور نه شي کېدی.

ښاغلي مینه پال د سولې په اړه د ولسمشر په وروستي دریځ ټینګار وکړ
ښاغلي مینه پال د سولې په اړه د ولسمشر په وروستي دریځ ټینګار وکړ

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"په څلور اړخیزو غونډو کې پرېکړه شوې وه چې که چېرې ځینې ډلې د سولې او روغې جوړې خبرو ته غاړه نه ږدي نو پاکستان به یې پر ضد اقدام کوي. په وروستیو کې څرګنده شوه چې یو شمېر ډلې سوله نه غواړي او د پردیو په اشارې بې دریغه افغانان وژني، اوس موږ په تمه یو چې پاکستان د دې ډلو پر ضد په عملي اقدام سره خپلې ژمنې پوره کړي."

اسلام اباد ته مو د طالبانو د قطر دفتر استازو د سفر په اړه په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او دغلته د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر ذاخېلوال هم وپوښته، خو نوموړي هم پر دې موضوع بې خبرې وښوده.

د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د لومړۍ حوزې اړوند د پل محمود خانه په سیمه کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د ساتونکو په ادارې انتحاري او ډله ییزه حمله وشوه چې د ملکیانو په ګډون ۶۴ کسان په کې ووژل شول او ۳۴۷ نور ټپیان شول.

که څه هم وسله والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی، خو تېره ورځ د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ازادي راديو ته وویل چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا حمله حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو په مرسته کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په کابل کې وروستي خونړي برید د سولې د خبرو لپاره هیلې ډیرې راکمې کړي دي.

XS
SM
MD
LG