د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

"د کابل خونړۍ حمله د حقاني شبکې له خوا پاکستان کې پلان شوې وه"


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د کابل ښار د سې شنبې د ورځې چاودنه او ډله ییزه انتحاري حمله د حقاني شبکې له خوا په پاکستان کې پلان شوې وه.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه حمله کې له حقاني شبکې سره ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو هم مرسته کړې ده.

په داسې حال کې چې د کابل د سې شنبې دورځې له خونړۍ حملې وروسته افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره جګړه لومړیتوب وباله، د افغانستان جمهوري ریاست یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د تروریزم د تمویل تجهیز مرکزونه او پټنځایونه له منځه یوسي.

د افغان ولسمشر محمد اشراف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم د کابل ښار د وروستۍ پېښې په اړه لاهم څېړنې روانې دي، خو لومړني معلومات ښيي چې دا حمله د بهرنیو کړیو په مرسته د حقاني شبکې له خوا په پاکستان کې پلان شوې وه.

ه دغه حمله کې له حقاني شبکې سره ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو هم مرسته کړې ده
ه دغه حمله کې له حقاني شبکې سره ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو هم مرسته کړې ده

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"لومړني معلومات ښيي چې دا یوه پېچلې حمله وه، دا حمله د بهرنیو استخباراتو له همکاري څخه نه شي کېدای، هغه بهرنۍ استخباراتي کړۍ چې له افغانانو سره دښمني لري، د هغوی سرچیني او ادرسونه معلوم دي، له شک پرته دا طرحه په پاکستان د حقاني شبکې له خوا پلان شوې او دلته عملي شوې ده."

د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د لومړۍ حوزې اړوند د پل محمود خانه په سیمه کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د ساتونکو په ادارې انتحاري او ډله ییزه حمله وشوه چې د ملکیانو په ګډون ۶۴ کسان په کې ووژل شول او ۳۴۷ نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د کابل وروستۍ خونړۍ چاودنه او ډلیزه انتحاري حمله د افغانانو او نړیوالو له سختونو غبرګونو سره مخامخ شوه، افغان حکومت د جمعې په ورځ د حملې د قربانیانو د درناوي لپاره د افغانستان بیرغ نیم ځوړند پرښود.

د افغانستان جمهوري ریاست ټولو حکومتي ادارو ته هدایت ورکړ چې په ټولولایتونو کې د پېښې د قربیانو لپاره فاتحه واخیستل شي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د حملې نوعیت دا څرګندوي چې له شک پرته د دغې خونړۍ حملې ترشا د پاکستان د استخباراتي کړیو لاس دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې څخه حاجي سید داوود ازادي راډیو ته وویل:

له شک پرته د دغې خونړۍ حملې ترشا د پاکستان د استخباراتي کړیو لاس دی.
له شک پرته د دغې خونړۍ حملې ترشا د پاکستان د استخباراتي کړیو لاس دی.

"له شک پرته د دې حملې ترشاه د کلک استخباراتي او پوځي ارګان لاس دی چې دغسې ارګان په سیمه کې له پاکستان پرته بل ارګان نشته، زیات امکانات د دې شته چې دا کار د پاکستانیانو له خوا پلان شوی وي."

د افغانستان جمهوري ریاست یو وار بیا د تل په څېر له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د هغه وسله والو طالبانو په وړاندې کوټلي اقدام وکړي چې ملکیان افغانان وژني.

حاجي سید داوود په دې باور دی چې له پاکستان دا ډول غوښتنې پخوا هم شوې، خو کومه مثبته پایله یې نه درلودله.

ښاغلی داوود ټینګار کوي چې افغان حکومت دې امریکا، چین او د ملګرو ملتونو امنیت شوار وهڅوي چې په پاکستان فشار راوړي، څو په خپله خاور کې د پاکستاني طالبانو په شان د افغان طالبانو په وړاندې اقدام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG