د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

ولسمشر غني: د کابل د پروني برید غچ اخلو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړ چې له وسله والو طالبانو به د پرونۍ حملې غچ واخلي.

ښاغلي غني پرون سې شنبې په کابل کې تر خونړۍ حملې وروسته، په سردار محمد داوود خان روغتون کې له یو شمېر زخمیانو سره وکتل او ویې ویل چې د افغانستان خلک متحد دي او څوک یې نه شي سره وېشلاي.

ولسمشر غني په تندو الفاظو وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د ده په وینا، په بزدلانه حملو د افغانانو اراده نه شي کمزوري کولای.

محمد اشرف غني زیاته کړه:

"او خائنانو ! پوهیږئ چې څومره وژل شوي یاست؟ څومره مو په دې قهرمان اردو وژلي یاست؟ موږ د وژلو اراده نه درلوده خو تاسې مجبور کړي یو، پوهیږئ چې د چالپاره کار کوي؟ پوهیږئ چې د چا د لاس اله یاست ؟ یو وار سرخپل ګریوانه ته ټيټ کړئ او عاقلانه فکر وکړئ."

د رپوټونو په حواله، د کابل په پل محمود خان سیمه کې پرون د "اداره محافظت رجال برجسته" ادارې ته نږدې، په چاودنه کې لږترلږه ۳۰ تنه ووژل او ۳۲۰ تنه زخمیان شوو.

دا پېښه د ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو رهبرانو وغندله.

د افغانستان ولسمشر غني وویل چې غلی به نه پاتې کېږي او د حملې غچ به واخلي خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

محمد اشرف غني:

"موږ د هر افغان د ضایع شوې وینې غچ واخلو، هر سړی چې د دې خاورې عزت، د دې هېواد د خاورې راتلونکې، د دې هېواد د کوچنیانو راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي باید وپوهیږي چې زموږ سوک ټینګ دی او که تاسې فکر کوی چې د ولس به تقسیم کړی، دا ملت یو والی لري."

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس په کابل کې تر حملې وروسته، پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د ابتدايي شواهدو پر اساس، داسې ګڼل کېږي چې پرونۍ حمله په بهر کې پلان شوې وه.

جاوید فیصل زیاته کړه:

"د همدې شواهدو پر اساس، داسې پرېکړه شوې چې پاکستان ته د اجرائیه رئیس راتلونکی سفر چې د پاکستان د صدراعظم په بلنه پاکستان ته روان و، وځنډول شي، زموږ شواهد څرګندوي چې حمله په افغانستان کې پلان او طرحه شوې نه وه."

ښاغلي فیصل وویل چې د افغانستان حکومت به په ۴۸ ساعتونو کې په کابل کې د چاودنې په اړه د څېړنو نتایج اعلان کړي.

تر دې مخکې عبدالله عبدالله ویلي و چې وسله والو دا حمله د امنیتي ځواکونو په وړاندې په عملیاتو کې د ماتې خوړلو له امله کړې ده.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې په افغانستان کې د "عمري" په نوم د عملیاتو پيل اعلان کړی دی.

په کابل کې د پرونۍ حملې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په حمله کې دوو وسله والو لاس درلود.

XS
SM
MD
LG