د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

کابل ښاریان د امنیت په ښه والي کې د جدي هڅو غوښتنه کوي


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا هم له حکومت غواړي چې د امنیت د ښه والي لپاره جدي هڅې وکړي.

دوی وايي، له دې امله باید په ښار کې د وسایطو تلاشي جدي شي.

په کابل کې د سې شنبې تر انتحاري او ډله ییزې حملې وروسته د دغه ښار اوسیدنکي یو ځل بیا د امنیت د ښه والي په هدف په خپلو غوښتونو ټینګار کوي.

یو شمېر دغو کابل میشتو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په پلازمینه کې د ورته خونړېو پېښو د مخنیوي لپاره باید د موټرو په تلاشۍ کې بې پامي ونه شي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي محمد عمر او شاهد وايي:

"حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې د کابل ښار امنیت په سمې طریقې سره ونیسي، کوم پولیس چې د کومو حوزو مربوط دي باید په سمې طریقې سره تلاشي وکړي.

-د قدرمندانو موترې چې ننوځي دوه سلامي هم ورته وهي موټر یې نه تلاشي کوي، څوک چې خلاف کارونه کوي، بمونه راړوي، وسلې راوړي هغه موټر نه تلاشي کوي."

په کابل کې د امنیت په هدف له حکومت نه د خلکو غوښتنې یو ځل بیا وروسته له هغې کېږي چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوې انتحاري او ډله ییزې حمله کې ۶۴ کسان ووژل شول او نېږدې درې نیم سوه ټپیان شول.

په چاودیدونکو توکو بار د لارې موټر په واسطه انتحاري حمله د پل محمود خان په سیمه کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د ساتونکو په ادارې وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا اته میاشتې مخکې په یو ورته حمله کې چې د کابل په شاه شهید سیمه کې شوې وه پنځلس کسان ووژل شول او نېږدې ۴۰۰ نور ټپیان شول.

خو اوس د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې په کابل کې د امنیتي تدابیرو د ښه والي په هدف بحثونه شوي دي.

د یادې شورا ویاند تواب غورځنګ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د کابل په څلورو دروازو کې د برېښنايي دروازو په کښینولو او نورو تدابیرو سره د ښار د امنیت د ښه والی لپاره هڅې کېږي.

ښاغلي غورځنګ وايي، د کابل په څلورو دروازو کې د برېښنايي دروازو په کښینولو او نورو تدابیرو سره د ښار د امنیت د ښه والی لپاره هڅې کېږي
ښاغلي غورځنګ وايي، د کابل په څلورو دروازو کې د برېښنايي دروازو په کښینولو او نورو تدابیرو سره د ښار د امنیت د ښه والی لپاره هڅې کېږي

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د افغانستان امنیت شورا په خپلو بېلابېلو غونډو کې د کابل د امنیت د ښه والي په اړه مشخصې مصوبې درلودې، د کابل د برېښنايي دراوزو په اړه بحث او مشورې شوي، هیله من یوه د هغه تدبیر په ګډون چې په پام کې دی د امنیتي ارګانونو له خوا د ځینو نورو تدابیرو په نیولو سره کابل ښار له ښه امن او ثبات نه برخمن شي."

خو د چارو کارپوهان دغه هدف ته د رسېدلو لپاره په یو بشپړ امنیتي سیسټم ټینګار کوي.
له دغو کارپوهانو له ډلې میزرا محمد یارمند ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د وسایطو د تلاشۍ څرنګوالی کوم چې په کابل کې ترسره کېږي له اوسني وضیعت سره جوړ نه دی.

یارمند:د وسایطو د تلاشۍ څرنګوالی کوم چې په کابل کې ترسره کېږي له اوسني وضیعت سره جوړ نه دی.
یارمند:د وسایطو د تلاشۍ څرنګوالی کوم چې په کابل کې ترسره کېږي له اوسني وضیعت سره جوړ نه دی.

ښاغلي یارمند زیاته کړه:

"ټولې هغه پلې لارې او عمومي واټونه چې د کابل شاوخوا له کابل سره تړي د کمرې تر څار لاندې دې راشي، کشفي ارګانونو دې ټول په خپلو کې همکاري ولري، له سرای دارانو دې امنیتي ژمن لیک واخیستل شي ترڅو یو امنیتي سیستم جوړ شي، په لنډ مهالې کې له ګزمي او مسلکي تالاشۍ له لارې کولای شو. د کابل د پولیسو وړتیا باید دومره لوړه شي چې د کابل دروازې یې په واک کې وي."

تر دې دمخه انتقادونه پر دې ول چې له چاودیدونکو توکو څه ډکې موټرې څنګه کولای شي چې د ښار له امنیتي تالاشیو تېر او ځانونه د ښار مهمو سیمو ته ورسوي.

خو د کابل پولیس وايي چې تر دې ورسته به د وسایطو د تلاشۍ په برخه کې جدي اقدام کوي او تر څنګ به یې کشفي او استخبارتي فعالیتونه هم پراخ شي.

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايی څېړنو امر فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې راتلونکې تدابیر به موجوده تشو او کمزوریو ته په پام سره ونیول شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG