د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

"د کابل د خونړۍ حملې غفلت کوونکي به مجازات شي"


جمهوري ریاست وایي، د کابل د پرونۍ پېښې څېړنې ته یې د افغانستان له امنیتي او کشفي ادارو څخه یو ګډ پلاوی ګمارلی دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نن چهارشنبې ازادي راډيو ته وویل، هر هغه څوک به مجازات شي چې په دغه پېښه کې یې وظیفوي غفلت کړی وي.

د افغانستان حکومت په داسي حال کې په کابل کې د سې شنبې ورځې د وسله والې حملې د څېړنې خبر ورکوي چې دغې پېښې په امنیتي او کشفي برخو کې د دولت پالیسۍ ته ګڼ انتقادونه متوجې کړي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ملي امنیت په مشرۍ ګمارل شوی پلاوی به د پېښې استخباراتي او تخنیکي اړخونه څېړي او بیا به یې نتیجه اعلان کړي.

ښاغلی مینه پال وایي، هغه افراد او مسؤلین به مجازات شي چې په دغه پېښه کې یې ناغېړي کړې وي.

د ملي امنیت په مشرۍ ګمارل شوی پلاوی به د پېښې استخباراتي او تخنیکي اړخونه څېړي
د ملي امنیت په مشرۍ ګمارل شوی پلاوی به د پېښې استخباراتي او تخنیکي اړخونه څېړي

هغه زیاته کړه:

"د ملي امنیت په مشرتابه باندې یو ګډ پلاوی ګمارل شوی چې پر دغې پېښې به هر اړخیزې څېړنې کوي، وروسته به بیا موږ دا په ډاګه کو چې په پېښه کې چا، د کوم ځایه او څنګه لاس درلود، که هر څوک په پېښه کې په غفلت او ناغېړۍ و پيژندل شي، د افغانستان له جزایې قوانینو سره به سم جزا و ویني."

د حکومت اجراییه ریاست وایي، د لومړنیو نتایجو له مخې دغه حمله په بهر کې پلان شوې وه خو په مشخصه توګه د کوم هېواد نوم یې نه دی اخیستی.

په کابل کې د سې شنبې په ورځ د لوړپوړو چارواکو د ساتنې پر قطعې د وسله والو طالبانو د حملې په نتیجه کې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۶۴ تنه ووژل شول او ۳۴۷ نور ټپيان دي.

دغه حمله په بهر کې پلان شوې وه
دغه حمله په بهر کې پلان شوې وه

دغه پېښه په هېواد کې دننه او په نړیواله کچه وغندل شوه.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې غونډه هم تر ډېره د کابل د پېښې په اړه پر بحثونو را څرخېده.

د دغې جرګې یو شمېر غړو د پېښې د غندنې تر څنګ د ملي وحدت حکومت د سولې په بهیر او امنیت په ټينګښت کې ناکامه و باله.

د ولسي جرګې غړې تورپيکۍ پتمن وویل:

"دا په کابل او یا هېواد کې لومړنۍ او یا وروستۍ پېښه نه ده موږ هره ورځ د خپلو عزیزانو د ویر او ماتم شاهدان یو، د مخالفینو بې رحمۍ او د دولت بې کفایتي د دې لامل ده چې زموږ هیوادوال د دغې جګړې په اور کې سوځي، د ملي وحدت حکومت د امنیت په ټينګولو اوسولې په راوستلو کې ناکام دی او د خپلو خلکو ددفاع توان نه لري."

اخوا د سیاسي او پوځي چارو کارپوه اسحق اتمر وایي، د حکومت ضعف د امنیتي ارګانونو په مدیریت کې دی.

نوموړي سپارښتنه کوي چې د کابل په څېر پېښو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د دولت استخباراتي او کشفي ارګانونه پياوړي او دغه راز په نظام کې دننه د پنځم ستون غړي و پېژندل شي او پر وړاندې یې اقدام وشي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG