د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

اشرف غني: د بهرنیو اجیرانو سره د خبرو هېڅ لار نه شته


جمهور ریس محمد اشرف غني وايي چې که د افغانستان لپاره د پاکستان په لیدلوري کې تغیر ونه لیدل شي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به مراجعه وکړي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ د ملي شورا غړو یوې فوق العاده غونډې ته وویل چې نور د پاکستانه د سولې د راوستلو تمه نه لري خو نوموړی هېواد باید د څلور اړخیزه غونډو په ژمنو عمل وکړي.

ولسمشرغني په دې نیم ساعته وینا کې د هېواد د دوست او دښمن تعریف هم وکړ او وايي چې د جنګ خوښونکو عناصرو سره یواځې د جګړې له لارې مخته ځي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د کړنو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د مراجعې په برخه کې له ملت سره یو خولې شو.

ښاغلی غني چې د هېواد د روانو حالاتو په اړه یې د دوشنبې په ورځ د ملي شورا فوق العاده غونډه رابللې وه وویل چې که د افغانستان په هکله نوموړی هېواد د مسول دولت په حیث عمل ونه کړي افغان حکومت مجبوريږي چې امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو ته مراجعه وکړي.

جمهور ریس غني د ملي شورا د دواړو جرګو ګډې غونډې ته وویل چې نور له پاکستانه تمه نه لري چې وسله وال مخالفین دې خبرو ته کښینوي خو هیله لري چې د هغوی پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.

جمهور ریس غني د ملي شورا د دواړو جرګو ګډې غونډې ته وویل چې نور له پاکستانه تمه نه لري
جمهور ریس غني د ملي شورا د دواړو جرګو ګډې غونډې ته وویل چې نور له پاکستانه تمه نه لري

ښاغلي غني زیاته کړه:

"موږ د پاکستانه دا توقع نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي خو له پاکستانیانو غواړو چې د څلور اړخیزه غونډو په پریکړه لیک کې په خپلو ژمنو ودریږي او د هغو کسانو پر وړاندې نظامي عملیات وکړي چې زموږ د امنیتي ادارو، نړیوالو همکارانو د استخباراتي معلوماتو پر اساس او د خپله د پاکستاني چارواکو په قول مرکزونه یې په پاکستان کې دي او رهبران یې په پاکستان کې دي."

نوموړی داسې وخت له پاکستانه ناهیلې ښيي چې د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو د پیلیدو په اړه د هغه هېواد ټولې ژمنې د پخوا په شان یوازې ژمنې پاتې شوي دي.

جمهور ریس غني په خپلو دغو نیم ساعته خبرو کې د افغان حکومت سره د جګړه کوونکو ډلو په وړاندې د پخوا په پرتله متفاوتې کلمې وکارولې او ویې ویل، د دې کسانو رهبري له کویټې او پیښوره څخه کیږي:

"دغه جنایتکاران د علم خاوندان نه دي بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشورع دولت په خلاف پاڅیدلي باغیان او محاربان دي."

په همدې ډول جمهور ریس غني وویل، تېر ټول کال دوی د سولې لپاره هڅې وکړې خو هغه چې سولې ته نه وايي له دې وروسته به کم فرصت ولري.

ښاغلی غني وویل، د خلکو او ملي شورا د غړو له ټینګار سره یې د هېواد دوست او دښمن تعریف کړی او ویې ویل چې د بهرینو اجیرانو په وړاندې یې د سولې د خبرو دروازې تړلي دي.

افغان ولسمشر زیاته کړه:

"د بهرنیو اجیرانو سره د خبرو هیڅ لار نشته ولې د طالبانو د هغو ډلو سره چې حاضر دي د وینو درولو لړۍ ودروي او هېواد ته سوله راولي د خبرو کولو دروازه خلاصه ده که څه هم دا فرصت د تل لپاره نه دی."

ولسمشرغني وايي، لېرې نه ده هغه کسان چې اوس مهال یې له سولې مخ اړولی په عذر او زاری بیا د دې فرصت غوښتنه وکړي.

ولسمشرغني وايي، لېرې نه ده هغه کسان چې اوس مهال یې له سولې مخ اړولی په عذر او زاری بیا د دې فرصت غوښتنه وکړي.
ولسمشرغني وايي، لېرې نه ده هغه کسان چې اوس مهال یې له سولې مخ اړولی په عذر او زاری بیا د دې فرصت غوښتنه وکړي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د کابل د وروستی حملې وروسته جنګ تر سولې لومړی ګڼلی جمهور ریس غني وايي چې د هېواد د دښمنانو پر وړانډې عملیات له پخوا ډير پیاوړي شوي دي.

هغه وايي چې د امنیت ښه کیدو او د وسله والو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یې بیل واحدونه جوړ کړي او هوايي ځواکونو هم کافي امکانات تر لاسه کړي دي.

د یادونې ده چې په کابل کې ترهغه خونړۍ پېښې وروسته چې له شپیتو زیات کسان په کې ووژل شول او نېږدې درنیم سوه نور ټپیان شول د ډېریو عامو افغانانو غوښتنه هم د ملي وحدت له حکومت دا وه چې د پاکستان او وسله والو مخالفینو په وړاندې خپل دریځ بدل او نړیوال دې هم په جریان کې پرېږدي.

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي د ولسمشر غني د دغې بیانیې په غبرګون کې یې په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دا بې مانا بیانیې دي او د جګړې پر دوام یې ټینګار کړی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG