د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

"له پاکستانه دا تمه نه لرو چې طالبان دې خبرو ته کېنوي"


افغان ولسمشر وايي چې له پاکستان څخه دا تمه نه لرو چې طالبان دې د خبرو میز ته کېنوي، بلکې یاد هېواد باید د څلور اړخیزو غونډو د پریکړو په اساس د طالبانو خلاف پوځي عملیات وکړي.

محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن د ملي شورا غړو ته د سولې او جګړې په اړه د حکومت دریځ بیانولو پر مهال کولې.

ښاغلي غني همدارنګه دې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ، که چېري پاکستان د وسله والو په ضد جدي اقدام ونه کړي افغانستان به د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.

دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خونړۍ چاودنې او حملې نږدې څلور سوه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی او ویل شوي چې دغه حمله له هېواد نه بهر پلان شوې وه.

XS
SM
MD
LG