د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

حکومت له طالبانو سره د سولې پر ځای د یوې بلې لارې په لټه کې دی


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، وسله وال طالبان نور سولې ته لېوالتیا نه لري او حکومت د یوې بلې لارې په لټه کې دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې جمهور رئیس په همدې هدف د دوشنبې په ورځ د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه ناسته رابللې ده.

په کابل ښار کې له وروستۍ مرګونې حملې او سولې ته د طالبانو د نه حاضریدو له نا هېلیو وروسته اوس مهال افغان چارواکي له وسله والو طالبانو سره د جګړې د دوام په اړه خبرې کوي.

جمهوري ریاست وایي، د سولې د خبرو لپاره وسله والو طالبانو ته ښه فرصت ورکړل شوی و، خو په دې برخه کې د طالبانو نه لېوالتیا د دې سبب شوه چې حکومت د بدیلې لارې پرېکړه وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ولسمشر په همدې هدف د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه ناسته رابللې ده.

سوله او جګړه به د ولسمشر د خبرو په سر کې ځای ولري
سوله او جګړه به د ولسمشر د خبرو په سر کې ځای ولري

د نوموي په وینا چې سوله او جګړه به د ولسمشر د خبرو په سر کې ځای ولري.

هغه زیاته کړه:

"د سولې او جګړې په اړه ولسمشر د ملي شورا له غړو سره مشورتي ناسته لري په دې ناسته کې ولسمشر خپل لید لوری مطرح کوي واقعاً کله چې داسې یو لوی فرصت طالبانو ته ورکړل شو هغوې سولې ته لېوالتیا ونه ښودله اوس باید معلوم شي چې بل ګام څه باید څه وي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان په څلورمه څلور اړخیزه ناسته کې پریکړه شوې وه چې د مارچ میاشتي په لومړیو کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره شي.

خو وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له افغان حکومت سره د سولې خبرې تحریم کړې.

اوس د افغانستان حکومت هم د جګړې له صحنې څخه د وسله والو طالبانو د لري کولو لپاره مټې رانغاړلي دي.

ولسمشر غني تېره اوونۍ د ملي شورا له غړو سره هم خبرې کړي او له تروریزم سره د مبارزې لپاره د یوې نوې کړنلارې په اړه توضیحات ورکړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې غړي د ښاغلي غني له قوله وایي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د سولې غږ په جګړې ځواب شوی او اوس اړتیا ده ترڅو د خلکو په مرسته یوه جلا طرحه جوړه شي.

د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

په تېرو څوارلسو کلونو کې د سولې غږ په جګړې ځواب شوی او اوس اړتیا ده ترڅو د خلکو په مرسته یوه جلا طرحه جوړه شي
په تېرو څوارلسو کلونو کې د سولې غږ په جګړې ځواب شوی او اوس اړتیا ده ترڅو د خلکو په مرسته یوه جلا طرحه جوړه شي

"بدبختانه باید ووایو چې مخالفین پرته له جګړې نه نور دوی له چوکاټ نه وتلې دي او نه دوی په سوله پوهیږي، د دوی په وړاندې به موږ اوس جنګ کوو او ټول ملت باید متحد وسي."

د افغانستان د سولې عالي شورا هم وایي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره یې خپلې طرحې جمهور رئیس سره شریکې کړي دي.

د دې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم سره له دې چې د دې طرحې په اړه جزیات ورنه کړل خو ټينګار وکړ چې د سولې خبرې اترې به په ډير جدیت مخې ته ځي.

یو شمېر افغان کار پوهان هم د حکومت له دې اقدام څخه هرکلی کوي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وویل حکومت باید لومړی له دښمن څخه مشخص تعریف ولري او بیا افغان ځواکونه تجهیز کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG