د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

"د طالبانو د ځپلو لپاره باید پر ګډې پوځي مبارزې خبرې وشي"


افغان حکومت وايي، موږ د امریکا، چین او پاکستان له استازو سره د هغو وسله والو طالبانو پر ضد د ګډې پوځی مبارزې پر پیل خبرې غواړو چې له سولې یې انکار کړدي.

یوه لوړ رتبه افغان چارواکي د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په کابل کې پر دې مسئله بحثونه پیل شوي دي.

دې حکومتي چارواکي وویل:

"په څلرمه مشورتي غونډه کې پرېکړه شوې وه چې پینځمه څلور اړخیزه غونډه به د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو تر لومړي دور وروسته کېږي خو طالبان خبرو ته حاضرنه شوو، په څلورو مخکنیو څلور اړخیزو غونډو کې پریکړه شوې وه چې د هغو ډلو پر ضد به ګډ پوځي اقدام کېږي چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو ملاتړ نه کوي، نو زموږ خبره دا ده چې باید څلور لوري، دا وارد طالبانو او نورو ډلو پر ضد د ګډې پوځي مبارزې پر پیل بحث وکړو."

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې د مذاکرو د پیل لپاره په څلوراړخیزو مشورتي غونډوکې د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان استازی ګډون کوي.

ټاکل شوې وه چې د دې لړۍ پینځمه غونده په اسلام اباد کې وشي او داسې هم ګڼل شوې وه چې ښايي دوسله والو طالبانو ځیني استازي هم برخه کې په کې واخلي.

د دې غونډې نېټه نه وه څرګنده شوې.

خو د طالبانو یوه ویاند له حکومت سره د سولې په خبرو کې د ګدون امکان رد کړ.

د پینځمې مشورتي غونډې برخلیک لا نه دی څرګند.

په کابل کې د تېرې سې شنبې په ورځ تر خونړۍ تروریستي حملې وروسته، دا اول وار دی چې یو لوړ رتبه افغان چارواکی د وسله والو طالبانو پر ضد د امریکا، پاکستان او چین له استازو سره د ګډې پوځي مبارزې د د پیل پر امکان خبرې کوي.

خو ایا د افغانستان حکومت امریکا، چین او پاکستان ته قناعت ورکولای شي چې د طالبانو پر ضد ګډ جنګ پیل کړي؟

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو او حقوقو په پوهنځي کې استاد او د افغانستان د سیاسي چارو څارونکی نصرالله ستانکزي ته دا عملي نه بریښي چې پاکستان به د وسله والو ډلو پر ضد په مبارزه کې د افغانستان د حکومت ملا وتړي.

نصرالله ستانکزي زیاته کړه:

"زماله نظره ، دا ډېره عملي نه بريښي چې پاکستان به داسې موقف خپل کړي چې له افغان حکومت سره یوځاي د طالبانو پر ضد وجنګېږي، امریکا عملاً په دې جګړه کې ښکیله ده، چین هم فکر نه کوم چې په دې جګړه کې ځان شریک کړي خو لږترلږه د وسله والو طالبانو او نورو افراطي ډلو پر ضد جګړه به مشروع وګڼي، چین ښايي په غیر مستقیم ډول له افغان حکومت او پوځي ځواکوو سره مرسته وکړي."

د ښاغلي ستانکزي په باور، له طالبانو سره د حکومت د سولې د مذاکرو د پیل هڅې له بن بست سره مخامخ شوې او د دې وړیو د شړۍ کولو لپاره څلور اړخیزې مشورتي غونډې ښايي یوازې تشریفاتي رنګ لري.

نصر الله ستانکزي وویل چې پاکستان د افغانستان په ګډون د اسیا د جنوب او مرکزي اسیا لپاره ځانګړي سیاسي کړنلاره لري چې د افراطي وسله والو ډلو د فعالیت دوام یې یوه عمده برخه ده.

د ښاغلي ستانکزي په وینا، دا ممکنه نه بریښي چې پاکستان خپل بهرنی سیاست د افغانستان به ګټه بدل کړي.

XS
SM
MD
LG