د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

"مخالفینو ته به له دې وروسته د جنګ ځواب په جنګ ورکوو"


افغان چارواکي وایي، د هغو ډلو په وړاندې به جګړه کوي چې د سولې غوښتنې ته یې په جنګ ځواب ورکړی.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال، د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل او د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

دغه څرګندنې وروسته له هغه کېږي چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پل محمود خان په سیمه کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د ساتونکو په ادارې په حمله کې ۶۴ کسان ووژل شول ۳۴۷ نور تپیان شول.

په کابل کې د سې شنبې ورځې تر خونړۍ حملې وروسته د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت دریځ جدي شوی او د درېیو حکومتي ادارو ویاندویانو په یوه خوله د وسله والو مخالفینو په وړاندې د جګړې اعلان وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست او د ملي امنیت شورا ویندویانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې ګډې خبري غونډه کې وویل چې مخالفینو ته به له دې وروسته د جنګ ځواب په جنګ ورکوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په یادې غونډه کې رسنیو ته وویل چې د دوی وروستی دریځ د افغانستان د دښمنانو په وړاندې جګړه ده.

مینه پال وايي، د افغان حکومت وروستی دریځ د دښمنانو په وړاندې جګړه ده
مینه پال وايي، د افغان حکومت وروستی دریځ د دښمنانو په وړاندې جګړه ده

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"زموږ وروستی دریځ د افغانستان د دښمنانو په وړاندې دا دی چې دوی د افغانستان د خلکو دښمنان دي او موږ به یې په وړاندې جګړه کوو ترڅو پورې چې وې ځپو."

د افغان حکومت دریځ د وسله والو مخالفینو په وړاندې وروسته ترهغې تندېږي چې د سې شنبې په ورځ د کابل په پل محمود خان سیمه کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د ساتونکو په ادارې انتحاري او ډله ییزه حمله وشوه چې د پوځیانو او ملکیانو په ګډون۶۴ کسان په کې ووژل شول او ۳۴۷ نور ټپیان شول.

د افغانستان امنیتي ادارو تر حملې وروسته وویل چې دغه حمله له هېواده بهر پلان شوې وه کوم چې وسله والو طالبانو یې مسوولیت پر ځان منلی دی.

افغان حکومت له دې وړاندې ویل چې د جګړې ترڅنګ له وسله والو ډلو سره د سولې دروازې هم پرانستې ساتي، خو د کابل له حملې وروسته د سولې خبرې پیکه ښکاري.

د افغانستان د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل خبري غونډې ته وویل چې وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو د افغان حکومت د سولې ځواب په جنګ سره ورکړ نو ځکه امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې په ټولو امکاناتو سره تروریستي ډلې په نښه کړي.

وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو د افغان حکومت د سولې ځواب په جنګ سره ورکړ.
وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو د افغان حکومت د سولې ځواب په جنګ سره ورکړ.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"وسله والو طالبانو نورو تروریستي ډلو زموږ د سولې غږ ته په جنګ سره ځواب راکړ بناً موږ هم اماده یو چې په جنګ ځواب ورکړو، له خپلو خلکو څخه دفاع وکړو، امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې له ټولو امکاناتو په استفاده او له ټولو لارو نه په ګټې اخیستنې سره تروریستي ډلې په نښه کړي، هغوی له منځه یوسي، نیست او نابود یې کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ هم په یاده غونډه کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د افغان حکومت په ورته دریځ ټینګار وکړ.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د سولې نقشه او لار به د جګړې په ډګرکې د افغانستان مسلح قوتونه ټاکي، نو بناً زموږ لومړیتوب فعلاً جګړه ده او د افغانستان د خلکو څخه دفاع ده."

تواب غورځنګ هم په یاده غونډه کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د افغان حکومت په ورته دریځ ټینګار وکړ.
تواب غورځنګ هم په یاده غونډه کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د افغان حکومت په ورته دریځ ټینګار وکړ.

دا مهال په ټول افغانستان کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د شفق په نوم عملیات روان دي چې افغان چارواکي یې بریالي بولي.

د افغانستان د سولې په اړه په جوړو شوو څلور اړخیزو غونډو کې هم ټینګار دا و چې له سوله خوښوونکو سره به سوله او له جګړه خوښوونکو سره به جګړه کیږي.

د افغان حکومت دغه چارواکي وایي، دوی د مخالفینو په وړاندې د ګډ پوځي اقدام غوښتونکي دي او له پاکستانه هم غواړي چې په دې برخه کې هغه ژمنې عملي کړي چې په څلور اړخیزو غونډو کې یې کړي دي.

د افغانستان د اجراییه ریاست د معلوماتو له مخې د سې شنبې د ورځې تر انتحاري حملې وروسته چې ویل کېږي له هېواده بهر پلان شوې وه اجراییه ریس عبدالله عبدالله پاکستان ته خپل سفر هم ځنډولی کوم چې د لومړي وزیر نواز شریف په بلنه باید تر سره شوی و.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG