د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د کابل د خونړۍ حملې په اړه په فېسبوک کې د چارواکو پیغامونه


په کابل کې د سې شنبې د ورځې خونړۍ حملې په تولنیزو شبکو ځانګړي توګه فیسبوک کې د افغان کارونکو ترمنځ ډیر شور راپورته کړی.

له پیژندل شوېو سیاسي څیرو نیولې، تر مدني اوسیاسي فعالانو او ان د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم بهرني روزونکي پر دې برید عکس العملونه ښودلي دي.

د فیسبوک افغان کارونکي د سې شنبې د ورځې راهیسې د کابل پر خونړۍ حمله پر تبصرو بوخت دي.

له عامو خلکو نیولې، تر سیاستوالو، مدني فعالانو، ورزشکارانو او د ټولنې د نورو بېلابېلو طبقو خلکو د کابل پر دې خونړۍ حمله چې تر اوسه پورې په کې د ۶۴ کسانو وژل کیدل تایید شوي نظر څرګند کړی دی.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف چېد حراست او ثبات د شورا له مشرانو هم دی، له اوسنیو افغان چارواکو غوښتي چې د دښمن په پیژندنه دې بیا غور وکړي. او تر دې زیات دي فرصتونه له لاسه نه ورکوي.

سیاف چې تر دې مخکې یې هم د طالبانو پر ضد توند دریځ نیولی پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:"دښمن له بخښنې او انساني ارزښتونو سره بلد نه دی."

د ملي امنیت پخوانی ریس او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح هم پر خپل فیسبوک پاڼه ورته دریځ څرګند کړی او لیکي: "د هواري لار د طالبانو ځپل دي."

وحید عمر چې یو مهال د پخواني افغان ولسمشر ویاند و، پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي: "د هواري لار جګړه ده، کله ناکله جګړه په یوه اړتیا بدلیږي او جنګ په جنګ پای موموي."

د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل بیا لیکلي:

"که حکومت د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ریښتینی او جدي وي نو انس حقاني چې د سراج الدین حقاني ورور او پر اعدام محکوم شوی دې سبا ته اعدام کړي."

د ښاغلي رحمت الله نبیل پیغام
د ښاغلي رحمت الله نبیل پیغام

د افغان ولسمشر اشرف غني عکس العمل هم دا و:

"د خپلو خلکو د هر څاڅکي وینې غچ به واخلو."

افغان ورځپاڼه لیکونکي اباسین بریال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي:

"اوس اصلي خبره دا ده چې د دښمن په مقابل کې د مقابلې اړخ څنګه دی؟ کاملاً کمزروی. دا دحل لاره نده چې دښمن ته عذر وکړئ، ځان سمبال کړئ او ددفاع په بڼه فکر وکړئ."

د سې شنبې د ورځې له برید وروسته د سولې د شورا پر اعلامیې هم پر فیسبوک کې ډیر انتقادونه شوي په ځانګړې توګه پر هغه برخه یې چې په کې طالبان ” سیاسي مخالفان “ بلل شوي نه ترهګر.

د ګڼو افغان ځوانانو له خوا د فیسبوک پر پاڼو کې هغه کمپاین هم زور اخیستی چې په روغتونونو کې د پېښې د ټپیانو لپاره وینه ورکوي.

په دې منځ کې یو داسې بهرني هم د افغانانو سره خواخوږي ښودلې چې یوازې پنځه میاشتې مخکې ددې هیواد له ګډوډیو سره اشنا شو.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم جرمني روزونکيپیټر شګرت پر خپله فیسبوک پاڼه له طالبانو غوښتي چې دا ډول بریدونه دې ودروي. نوموړې د فیسبوک د شبکې له بنسټ اېښودونکي مارک زوکربرګ هم پوښتنه کړې چې د کابل او بروکسل ترمنځ توپیر په څه کې دی ؟ ولې فیسبوک له افغانانو سره خواخوږي نه لري او ولې موږ نه شو کولی چې د خپل پروفایل عکس له افغانانو سره د خواخوږۍ په دود بدل کړو ؟

فیسبوک د مارچ په میاشت کې د بیلجیم په پلازمینه بروکسل کې د تروریستي بریدونو پر مهال ددې شبکې کارونکو ته دا امکان برابر کړی وی چې د خواخوږۍ په دود یې کولی شول خپل عکسونه د بیلجیم له بیرغ سره یو ځای کړي.

XS
SM
MD
LG