د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

"افغان حکومت کولای شي تر سپتمبر پورې پاته شي؟"


فارن پاليسي:

فارن پاليسي هم په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده چې نوم يې ايا افغان حکومت کولای شي تر سپتمبر پورې پاته شي؟ دی.

د ليکنې په وينا، په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت پر نیمګرتياوو سربېره د دې هېواد متحدانو د همکارۍ ژمنې کړي او په دغه هېواد کې سياسي ثبات ته اړتيا شته.

ورځپاڼې په کابل کې پرونۍ پېښې ته په اشاره سره ويلي چې دا حمله په کابل کې له ۲۰۱۱میلادي کال وروسته تر ټولو خونړۍ وه.

د فارن پاليسي په وينا، د طالبانو له پسرلني عملیاتو سره چې د اپرېل په دوولسمه نېټه پيل شول، افغانستان به د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي او د امنيت او سولې له ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ وي.

خپرونه لیکي، اوس مهال د طالبانو پرضد برياليتوب تر بل هر وخت ګرانه خبره ده.

د ملي وحدت حکومت بايد د انتخاباتي اصلاحاتو او په اساسي قانون کې د تعدل راوستلو لپاره سياسي هڅې وکړي.

د فارن پاليسي په وينا، پر دې سربېره چې د ملي وحدت حکومت ته ډېری ستونزې له مخکيني حکومته په ميراث کې پاته شوي خو په خپله يې هم د دې ستونزو د حل لپاره ډېرې هڅې نه دي کړي.

دوې مهمې ادارې لکه دفاع وزارت او ملي امنيت رياست تر اوسه د سرپرستانو له خوا پر مخ ځي ان دغه حکومت د خپلو پلويانو تر منځ د لانجو په ختمولو کې نه دی بريالی شوی.

فارن پاليسي ليکي:

ستونزې چې د ملي یووالي حکومت ورسره مخامخ دی ښايي په سپتمبر مياشت کې خپل اوج ته ورسيږي، کله چې د ملي وحدت د حکومت د بشپړېدو د موافقه ليک ضرب الاجل دی.

په دې موافقه ليک کې راغلي چې د روان کال د سپتمبر مياشتې تر پايه بايد انتخاباتي اصلاحات شوي وي، الکترونيکي تذکرې وېشل شوي وي، پارلماني انتخابات او ولسواليو شوراوې بايد تر سره شوي وي او د اجرایيه ريس لپاره د صدارت چوکۍ جوړه شوې وي چې تر اوسه له دې کارو يو هم نه دی شوی.

وال سټريټ ژورنال په خپله اخري ګڼه کې د کابل د وروستي برید په اړه د ووډورډ ويلسن مطالعاتي مرکز د مايکل کوګلمن مقاله خپره کړې ده.

د کوګلمن په وينا، د افغانستان د سولې درېدلې خبرې د سې شنبې په ورځ په کابل کې له تشدده ډکې حملې په خونړۍ توګه هغه وخت منعکسې کړې چې طالبانو له جمهوري رياسته دوه کيلومتره لېرې د چاودېدونکو موادو ډکې يوې لارۍ ته چاودنه ورکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې په دې حمله کې تر ۶۰زیات کسان وژل شوي او شاوخوا درې نيم سوه کسان ټپيان شوي چې ډېری يې ملکيان دي.

د وال سټريټ ژورنال په وينا، دغه پېښه دوې ورځې له هغه شوې چې ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۱۶میلادي کال په لومړېو دریېو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکيانو تلفات دوه فيصده زیات شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا، په افغانستان کې د بې ثباتۍ زياتوالۍ د افغانانو لپاره مستقيمې او چټکې پايلې لري.

د سې شنبې په ورځ د دې حملې په وروستيو ساعتو کې د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکي روغتونو ته ولاړل او وينه يې ورکړه.

د فيسبوک پاڼې د غمرازۍ له پيغامونو ډکې شوې چې دا هر څه د افغانانو د مقاومت څرګندونه کوي.

خو د ورځپاڼې په وينا، يوازې مقاومت نه شي کولای طالبانو ته ماتې ورکړي، مقاومت همدا راز نه شي کولای په افغانستان کې د اقتصادي بحران او فساد مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG