د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

رباني: زموږ د سولې پیغام د حکومت د کمزورتیا پیغام نه دی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هغه کسان تېروتي چې ګومان کوي، د بې ګناه افغانانو په وژلو به د سولې لپاره زموږ اراده کمزورې کړي.

صلاح الدین رباني پرون سې شنبې پرته له دې چې د یوه هېواد نوم واخلي، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته سپارښتنه وکړه چې د ځان د امنیت لپاره پر نیابتي ځواکو له اتکا لاس واخلي.

ښاغلي رباني، په کابل کې تر خونړۍ حملې وروسته د سولې لپاره د خپل حکومت پر تعهد ټینګار وکړ خو خبر داری یې ورکړ چې د سولې هڅې باید، د افغانستان کمروزي ونه ګڼل شي.

رباني، په کابل کې تر خونړۍ حملې وروسته د سولې لپاره د خپل حکومت پر تعهد ټینګار وکړ
رباني، په کابل کې تر خونړۍ حملې وروسته د سولې لپاره د خپل حکومت پر تعهد ټینګار وکړ

صلاح الدین رباني زیاته کړه:

"یوه خبره باید ټولو ته واضح وي چې زموږ د سولې پیغام زموږ د کمزورتیا پیغام نه دی، د افغانستان خلک له خپله حقه دفاع ته تیار دي."

ښاغلي رباني ټینګار وکړ چې له ګاونډیانو سره د متقابل احترام پر اساس، د ښو اړیکو ټینګولو ته لومړیتوب ورکوي خو پر پاکستان یې غږ وکړ چې د افغانستان د سولې له بهیر سره صادقانه مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ خپلو ګاونډیو ته په صراحت وایو چې نیابتي ځواکونه د هیڅ چا خپل نه دي، دا که نن په افغانستان کې دي، سبا یا بله ورځ به په بل هېواد کې جنګېږي، نو ټول باید وپوهیږي چې په افغانستان کې له سولې سره همکاري په ټوله سیمه کې له امنیت سره د مرستې یوازنۍ لار ده."

له بله پلوه، د امریکا په ملي دفاع پوهنتون کې استاد او د افغانستان د کورنیوچارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، څو چې پاکستان د افغانستان په وړاندې خپله نیابتي جګړه بنده نه کړي، په افغانستان کې سوله نه شي ټینګېداي.

علي احمد جلالي زیاته کړه:

"دا چې د سولې لپاره څلور اړخیزو غونډو پایلې نه درلودې، د لیل یې دا دی چې د افغانستان د مسئلې حل او د په دې هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل، د پاکستان او افغانستان او پاکستان او طالبانو پر اړیکو ارتباط لري، افغانستان د پاکستان له لوري له نا اعلان شوي جنګ سره مخامخ دی، څو چې پاکستان دا پریکړه ونه کړي چې له جګړې لاس اخلي، دا ستونزه به جاري وي."

ښاغلي جلالي زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیاسي هڅو د دوام ترڅنګ باید د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې پروګرامونه پراخ او پوځي قابلیتونه یې باید لوړ شي.

ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو د پيل په اړه د څلور اړخیزو غونډو، پنځمه په اسلام اباد کې وشي.

په دې غونډو کې دامریکا، چین، پاکستان او افغانستان استازي ګډون لري.

خو دا نه ده څرګنده چې په کابل کې پرونۍ حمله به چې ګڼ شمیر خلک په کې ووژل او زخمیان شوو، د سولې لپاره پر روانو هڅو او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو څه ډول اغېز ولري.

تر دې مخکې د افغانستان امنیتي ادارو په ځیني مواردو کې د داسې سترو حملو پړه پر هغو ډلو چې په پاکستان کې خوندي دي اچولې او په ځيني مواردوکې حتي د پاکستان د استخباراتو اداره په افغانستان کې د تخریبي فعالیتونو په تنظیم تورنه شوې ده.

خو د پاکستان حکومت داسې ادعاوې تل رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG