د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

صدیقي: د کابل په وروستۍ حمله کې له ۶۰زیات کسان وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په پروني برید کې له شپیتو زیات کسان وژل شوي او شاوخوا درې نیم سوه کسان ټپیان شوي دي .

د کورنیو چاور وزارت ویاند وايي، تر ډېره په برید کې ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د کابل د سې شنبې د ورځې د حملې د وروستیو تلفاتو شمېره له رسنیو سره شریکه کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صدیقي د یوه مطبوعاتي کنفراس پر مهال وویل چې په برید کې څلور شپیته کسان وژل شوي او درې سوه اوه څلویښت تنه ټپیان شوي دي.

ښاغلی صدیقي وايي، ولسمشر د یاد برید د څرنګوالي په اړه پلاوی ټاکلې او دغه پلاوی به دا معلومه کړي چې دغه پېښه څنګه رامنځته شوه.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"په خواشینې سره چې د طالبانو د تیرې ورځې په تروریستي حمله کې څلور شپیته کسان وژل شوي او درې سوه اوه څلویښت تنه ټپیان شوي چې ډېری یې ملکیان دي د اکثرو ټپیانو روغتیايي وضعیت اوس ښه دی."

په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي، د امنیت رییس محمد عمرعزیزي او د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا د یو بل مطبوعاتي کنفراس پر مهال د ولسمشر له لوري د کابل د برید په اړه د خپلو څیړنو لومړنۍ پایلې له رسنیو سره شریکې کړې.

د سایټ لپاره ښه به وي ملګرو چې له دغه ځایه جمله واخیتسل شي.

د کابل د امنیت رییس محمد عمر عزیزي وايي، برید حقاني شبکې او لشکرطیبه له پولي اخوا تنظیم کړی و او ښايي د دغه حملې پر پلان یې په میاشتو کار کړی وي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه:

"لومړنۍ څیړنې همدا ښي چې چې د دې حملې شاته د حقاني بدنامه شبکه چې په افغانستان کې په ټولو حملو کې لاس لري په دې حمله کې هم دوي لاس درلود، لشکر طیبه هم لاس لري او د دوي اړیکې له سرحده اخوا دي چې موږټولو ته معلومه ده تراوسه دغه موضوع تثبیت شوې او وروسته چې کله څیړنې بشپړیږي معلومات به شریک شي."

د سې شنبې په سهار کابل د یوه خونړي برید شاهد وه.

دغه برید د کابل په پل محمود خان سیمه کې پر یوه پوځي مرکز وشو چې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

په ورته وخت کې نظامي کارپوهان بیا وايي، له کومه چې دغه برید په پاکستان کې تنظیم شوی افغان حکومتباید ژر تر ژره له پاکستان سره خپل مشکل حل کړي.

د پوځي چارو کارپوه باری عارض وايي، افغانستان اوس په دې موقعیت کې نه دی چې له پوځي لارې پاکستان سره خپلېستونزې حل کړي .

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر بیا د افغان امنیتي ځواکونو پر رهبرۍ انتقاد کوي.

ښاغلي اتمر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل ترهغې چېد افغانستان د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کېبنیادي تغیرات رامنځته نه شي په افغانستان کې د خونړیو بریدونو مخنیوی به ستونزمن وي.

د کابل نننۍ انتحاري حملې ۲۰۸ تنه ټپيان کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG