د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

افغان حکومت: د سوله نه غوښتونکو په وړاندې به جګړه جاري وي


د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې په اړه د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه په غبرګون کې، یو وار بیا ټینګار وکړ چې د هغو کسانو په وړاندې به جګړه جاري وساتي چې سوله نه غواړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو نوی رهبر به هم د جګړې او تشدد پر لار د تګ په صورت کې د دې ډلې د مخکني مشر ملا اختر محمد منصور له برخلیک سره مخامخ شي.

ښاغلي مرتضوي څرګنده کړه چې د افغان حکومت دریځ دا دی چې سوله یوازې له هغو کسانو سره ممکنه ده چې د مذاکرو لار غوره ګڼي.

مرتضوي: سوله یوازې له هغو کسانو سره ممکنه ده چې د مذاکرو لار غوره ګڼي.
مرتضوي: سوله یوازې له هغو کسانو سره ممکنه ده چې د مذاکرو لار غوره ګڼي.

شاه حسین مرتضوي زیاتوي:

"غه ډلې چې غواړي د سولې د مذاکرو له لارې د سولې بهیر ته ورګډ شي، دروازه ورته پرانیستې ده خو هغه ډلې چې د افغانانو د وژلو لړۍ او جنایتونه جاري وساتي اوله تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې نه پرې کوي، افغان امنیتي ځواکونه به يې په ټول قوت پر ضد وجنګیږي. د طالبانو نوې رهبري هم، که د خپلو مخکنیو رهبرانو لارې ته دوام ورکړي، د اختر منصور له برخلیک سره به مخامخ شي."

د رپوټونو پر اساس، د طالبانومخکنی مشر ملا اختر محمد منصور چې روانه اوونۍ په بلوچستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې ووژل شو، له افغان حکومت سره د سولې د مذاکرو مخالف و.

وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ ملاهبت الله اخوندزاده د نوي مشر په توګه انتخاب کړ.

د امریکا ولسمشربارک اوباما د دې خبر تر خپرېدو وروسته څرګنده کړه چې د ملا اختر محمد منصورله وژل کېدو سره ښايي د وسله والو طالبانو خونړۍ حملې زیاتې شي.

بارک اوباما پرون پنجشنبې په جاپان کې خبریالانو ته وویل چې طالبان لا هم خپل هدف ته د رسېدو لپاره له تشدده کار اخلي خو ټینګار یې وکړ چې امریکا په افغانستان کې د منتخب حکومت او د دې هېواد د اساسي قانون ملاتړ کوي.

اوباما وویل، طالبان باید په دې وپوهیږي چې نور پر افغانستان کنټرول نه شي ټینګولای.

اوباما: طالبان باید په دې وپوهیږي چې نور پر افغانستان کنټرول نه شي ټینګولای.
اوباما: طالبان باید په دې وپوهیږي چې نور پر افغانستان کنټرول نه شي ټینګولای.

بارک اوباما زیاته کړه:

"زه توقع نه کوم خو هیله لرم چې طالبان به بلاخره په دې خبره وپوهیږي چې دوی نور نه شي کولای چې پر افغانستان واک وچلوي او د دې اړتیا ده چې په جدي ډول د افغانانو په مشرۍ د جوړ جاړي او خبرو بهیر ته ور ګډ شي. دا هغه کار دی چې امریکا او نړیواله ټولنه به یې ملاتړ وکړي خو زه شک لرم چې په لنډ وخت کې به طالبان داسې وکړي. "

له بله پلوه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو له امله اندیښنه څرګنده کړې ده.

ماریا زخاروا: هغه رپوټونه ردوو چې ګواکې روسیې له ملا منصور سره تماس نیولی و.
ماریا زخاروا: هغه رپوټونه ردوو چې ګواکې روسیې له ملا منصور سره تماس نیولی و.

د روسیې د خبري اژانس ایټرټاس په حواله، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زخارووا پرون پنجشنبې په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل ښايي وضعیت لا خراب کړي او د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو امکان هم کمزوری کړي.

ماریا زخاروا هغه رپوټونه چې وايي، روسیې له ملا اختر محمد منصور سره تماس نیولی و او خبرې یې ورسره کړې وې، رد کړل.

XS
SM
MD
LG