د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

ټونر: ملاهبت الله لا د امریکا په ترورېستي لېست کې نه دی شامل


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیلمن دی چې د طالبانو نوی مشر ملا هبت اله اخندزاده له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

ملا هبت الله تر اوسه امریکا په ترورېستي لېست کې نه دی شامل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وایي چې د طالبانو نوی مشر باید سره له اوسه د سولې لاره انتخاب کړي.

ملا هبت الله تر اوسه امریکا په ترورېستي لېست کې نه دی شامل کړی.
ملا هبت الله تر اوسه امریکا په ترورېستي لېست کې نه دی شامل کړی.

ښاغلي ټونر زیاتوي:

"موږ هیله لرو چې دی به له فرصته استفاده وکړي. دی خپلې مخې ته یو فرصت لري چې سوله انتخاب کړي او د خبرو اترو حل لاره غوره کړي. موږ هیله لرو چې دی دا انتخاب اوس وکړي."

بل لور ته په افغانستان کې یو شمیر په دې باور دي چې ملا منصور چې کله شاوخوا لس میاشتې مخکې د طالبانو مشر وټاکل شو هغه په طالبانو کې ډېر نفوذ درلود نو هغوی یې د سولې خبرو ته راکاږلی شوای.

د طالبانو د رژیم د وخت یو مسوول وحید مژده
د طالبانو د رژیم د وخت یو مسوول وحید مژده

د طالبانو د رژیم د وخت یو مسوول وحید مژده ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم کله چې اختر محمد منصور د طالبانو مشر و، هغه مهال د سولې لپاره ښه فرصت و چې له بده مرغه ګټه ترې وانه خېستل شوه. دی غښتلی و او داسې څوک و چې کله به یې کومه پریکړه کوله نورو به ډېر بحث نه ورسره کاوه، خو د طالبانو د نوي مشر په اړه باید ووایم چې ده ته ګرانه ده چې ټول طالبان قانع کړي."

د امریکا او افغانستان حکومتونو ملا منصور د سولې د لارې خنډ بللی. ملا منصور تېر کال د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز رد کړ او په پسرلی کې یې د عمري په نوم د عملیاتو د پېلېدو اعلان وکړ.

د لندن ټایمز ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي دي چې د ملااختر محمد منصور پرځای چې کله د چهارشنبې په ورځ طالبانو خپل نوی مشر ټاکه نو ځیني مشرانو یې په دې غونډه کې له دې ویرې برخه وانه خیسته چې بې پیلوټه امریکایي الوتکې برید پرې ونه کړي.

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د شنبې د ورځې پر برید کې چې په کې ملا اختر محمد منصور د پاکستان دننه ووژل شو د پاکستان پوځ او حکومت انتقاد وکړ او دا حمله یې د پاکستان پر مځکنۍ بشپړتیا تېرۍ وباله.

خو که د طالبانو نوی مشر ملا هبت اله د سولې له بهیر سره یوځای نه شي پر ده به هم امریکا د اسلام اباد د اعتراض سربیره د ملا منصور پر څېر حمله وکړي؟

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وایي چې دی د دې برید پیشګویي نه شي کولای چې څوک به ښایي بل ځل هدف وګرځي.

XS
SM
MD
LG