د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

اسلام اباد د ملامنصور د وژنې په اړه تحقیقات کوي


په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت او د امریکا دفاع وزارت د طالبانو د مشر ملااخترمحمدمنصور د مړینې خبر ورکړی، اسلام اباد وايي چې په دې اړه تحقیقات کوي.

د راپورونو له مخې ملااخترمحمدمنصور پرون سهار د ایران له خاورې څخه پاکستان ته له اوښتو وروسته د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې ووژل شو.

پاکستان همدا راز د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حمله پر خپل ملي حاکمیت تیری بللی دی.

د طالبانو د مشر د مړینې د راپورونو په اړه د پاکستان د حکومت غبرګون پرون ناوخته خپور شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د ملا منصور مړینه نه رد کړې او نه یې تایید کړې خو یادونه یې کړې چې په دې اړه تحقیقات روان دي.

بیان یادونه کوي چې امریکايي چارواکو پرون د بې پیلوټه الوتکې له حملې وروسته اسلام اباد ته خبر ورکړ.

په بیان کې همدا راز د خپرو شوېو راپورونو پر بنسټ ویل شوي وژل شوی کس د ولي محمد په نوم پاکستانی پاسپورټ او د ایران ویزه درلودل او پر موټر یې د افغانستان او پاکستان سرحد ته نژدې په کوچکي سیمه کې برید وشو چې د دې موټر ډرېور محمداعظم هم په کې ووژل شو.

بیان زیاتوي، اعظم د کرایي موټرو د یوې کمپنۍ ډریور و چې مړی یې د هغه خپلوانو ته سپارل شوی خو د دوهم کس د مړي د پیژندنې لپاره، د پېښې په ځای کې د ترلاسه شوېو اسنادو او معلوماتو پربنسټ هڅې روانې دي.

چارواکو ویلي دي چې د ملااخترمنصور او د ډریور مړي وروسته د کوټې یو ملکي روغتون ته انتقال او خپلوانو ته یې وسپارل شول.

د روغتون چارواکو ویلي چې دواړه مړي ډېر سوځیدلي وو او ملامنصور ته منسوب مړی خو بیخې پیژندل کېده نه.

د روغتون چارواکو ویلي چې دواړه مړي ډېر سوځیدلي وو او ملامنصور ته منسوب مړی خو بیخې پیژندل کېده نه.
د روغتون چارواکو ویلي چې دواړه مړي ډېر سوځیدلي وو او ملامنصور ته منسوب مړی خو بیخې پیژندل کېده نه.

فرانسپرېس خبري اژانس د چارواکو له قوله په راپور کې وايي چې د محمد ولي یا په حقیقت کې د ملا منصور مړی هغه کس ته ورکړل شو چې ځان یې د محمد رفیق په نوم د هغه وراره معرفي کړ، خو چارواکو اژانس ته ویلي دي چې له نوموړي څخه هیچا ان د اسنادو پوښتنه هم ونه کړه.

د ایران او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه تفتان کې د سرحد یوه مامور ایران ته د ملااخترمحمدمنصور د سفر نېټې تایید کړي دي او فرانس پرېس اژانس ته یې ویلي چې د نوموړي په جېب کې یورو وې او له ایرانه د پاکستان خاورې ته د اوښتو پرمهال یې په روپیو بدلې کړې.

ښايي له ملامنصوره ترلاسه شوي شناختي کارډ او پاسپورټ له ده سره د چارواکو اړیکې روښانه کړي ځکه پاسپورټ يې ښيي چې نوموړی ایران ته تللی و او په همدې ورځ چې ووژل شو، پاکستان ته ستنیده.

ښايي له ملامنصوره ترلاسه شوي شناختي کارډ او پاسپورټ له ده سره د چارواکو اړیکې روښانه کړي
ښايي له ملامنصوره ترلاسه شوي شناختي کارډ او پاسپورټ له ده سره د چارواکو اړیکې روښانه کړي

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز څه وخت مخکې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د اوږدو کلونو هغه ادعاوې تایید کړې چې پاکستان طالب مشرانو ته پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت په بیان کې نه دي ویل شوي چې د طالبانو مشر د پاکستان په قلمرو کې څه کول خو یوځل بیا یې یادونه کړې چې د بې پیلوټه الوتکو حمله د پاکستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه وه. په بیان کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي پاکستان د بې پیلوټه الوتکو حملې پر ملي حاکمیت تیری ګڼي او دا مسئله مخکې هم له متحدوایالاتو سره مطرح شوې ده.

په همدې حال کې یوه روسي مقام د طالبانو د مشر د وژنې په اړه په غبرګون کې ویلي دي چې د افغانستان ستونزه د ترورېزم ضد عملیاتو په وسیله پای ته نه رسیږي.

د روسیې د مشرانو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر کنستانتین کوساچیوف پرون وویل، د ملامنصور وژنه د ترورېزم پرضد د مبارزې په هڅو کې مهم ګام دی خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د امنیت لپاره د ناټو او د پخواني شوروي له جمهوریتونو جوړ د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان ترمینځ ګډې سیستماتیکې هڅې په کار دي.

د ملااخترمحمدمنصور په مشرۍ وسله والو په دې وروستیو کې له روسیې سره نژدې اړیکي ټینګ کړي وو او ان د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریازخاروا د جمعې په ورځ وویل که د افغانستان له ملي ګټو سره په تضاد کې نه وي، نو مسکو چمتو دی چې د طالبانو په وړاندې د بندیزونو په کمولو کې د نرمښت په ښودلو سره د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG