د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

دفاع وزارت: د ملا منصور وژنه به افغانستان کې جګړه توده کړي


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه تاییده کړه.

له دغه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې پر دې خبرې له ټینګار سره چې اختر محمد منصور په افغانستان کې د وژنو او ګڼو ورانکاریو مسؤل و او نور وسله وال مخالفین هم باید پوه شي چې له منځه وړل کېږي، راغلي چې اختر محمد منصور د پاکستان د بلوچستان ایالت په دالبندین سیمه کې له خپلو ملګرو سره یو ځای له منځه تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د مرګ د تایید ترڅنګ دا هم ویلي چې د وسله والو مخالفینو د ژغورنې یوازینۍ لار دا ده چې له جګړو لاس واخلي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا د ملا اختر محمد منصور وژنه په افغانستان کې پر روانې جګړې بې اغېزې نه ګڼي.

د دغه وزارت یوه ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې د ملا منصور له وژل کېدو سره سم د دې احتمال ډېر دی چې د لنډ مهال لپاره جګړې زور واخلي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"له دغه عملیاتو وروسته چې ملا منصور په کې له منځه ولاړ زه دا تاییدوم چې ممکن مشکلات رامنځته شي اما په اوږد مهال کې د دوی تر منځ اختلافات رامنځته کېږي او ممکن د دوی ګروپونه اسیب پزیرۍ پیدا کړي او له منځه ولاړ شي."

د امریکا دفاع وزارت 'پنټاګون' په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د پاکستان او افغانستان په پوله لیرې پرتې محمد وال سیمه کې ملا اختر محمد منصور په نښه کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د اختر محمد منصور وژنه طالبانو ته یوه لویه ضربه بولي.

له دغه وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو پر ضد د مبارزې تر ټولو اغېزمنه لار په افغانستان کې دننه او بهر د دوی د مشرتابه په نښه کول دي.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د پخواني مشر او بنسټ ګر ملا محمد عمر د مړینې تر اعلان وروسته د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو خو وروسته ځینو طالبانو د ده له مشرۍ سره مخالفت وښود.

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان بیا وايي، د اختر محمد منصور وژنه به د افغانستان پر روانې جګړې مثبت اغېز وکړي.

پوځي کارپوه اسحاق اتمر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د منصور په وژل کېدو به په طالبانو کې خپلمنځي اختلافات لا پراخ او د افغان حکومت پر وړاندې به یې جګړه ییز فعالیتونه راکم شي.

پوځي کارپوه اسحاق اتمر
پوځي کارپوه اسحاق اتمر

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"زما په باور د ملا اختر محمد منصور مړینه به یقیناً د طالبانو پر تحریک باندې پوره تأثیر ولري او د ده په مرګ سره به ډېرې ډلې ټپلې راپیدا شي او طالبان به په خپلو منځو کې یو سلسله رقابتونه ولري جنګ به نه ډېرېږي برعکس جنګ ضعیفه کېږي."

د افغانستان مشرانو جرګه بیا د امریکا له لوري د ملا منصور وژنه د پاکستان پر وړاندې د امریکا د سیاست د بدلون په معنا بولي.

د مشرانو جرګې غړو محمد علم ایزدیار او نثار حارث د یکشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د ملا منصور په وژل کېدو ښايي په افغانستان کې د جګړې شدت راکم شي.

دوی وايي، که د امریکا متحده ایالات د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې رښتنې او جدي ګامونه واخلي لیرې به نه وي چې په افغانستان او سیمه کې به دایمي سوله او ثبات ټینګ شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG