د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

د افغانستان ملي امنیت د ملا منصور وژنه تایید کړه


د افغانستتان د ملي امنیت ریاست د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل تایید کړي دي.

له دغه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چې ملا اختر محمد منصور پرون له ماسپښین وروسته په پاکستان کې په یوې هوايي حمله کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اختر محمد منصور په خپله نقلیه واسطه کې د بلوچستان په البندین په سیمه کې هدف ګرځېدلی دی.

د امریکا د متحده ایلاتو د سنا یو شمېر غړو د دغې حملې ستاینه کړې ده ویلي یې دي چې د منصور وژل کېدل د طالبانو لپاره یوه لویه ضربه ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د خپل مشر د وژل کېدلو په اړه څه نه دي ویلي خو اسوشیټېډ پریس د طالبانو د یو قومندان ملا عبدالروف په حواله لیکلي چې نوموړي د ملا منصور وژنه تایید کړې ده.

XS
SM
MD
LG