د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

د طالب وسله والو نوی مشر ملاهبت الله څوک دی؟


ملا هبت الله اخندزاده د ملا اختر محمد منصور مرستیال و
ملا هبت الله اخندزاده د ملا اختر محمد منصور مرستیال و

وسله والو طالبانو د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په برید کې د خپل مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته نن ملا هبت الله اخند زاده خپل نوی مشر اعلان کړ.

خو د ملا محمد رسول په مشرۍ طالبان دغه ټاکنه نه مني.

د طالبانو نوی مشر مولوی هبت الله څوک دی؟ او په طالبانو کې څومره نفوذ لري؟

طالبانو د خپل مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو څلور ورځې وروسته د هغه مړینه تائید کړه او په ځای یې بل مشر اعلان کړ.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي د چهارشنبې په سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو خبر تائید او مولوی هبت الله یې د دغې ډلې نوی مشر اعلان کړ.

ملا هبت الله اخندزاده د ملا اختر محمد منصور مرستیال و.

هغه د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې د کندهار د پوځي محاکمو مشر هم پاتې شوی دی.

طالبانو ته نږدې سرچیني وايي چې تر۲۰۰۱ کال وروسته کله چې د طالبانو واکمني نسکوره شوه ملا هبت الله اکثر وخت په تدریس کې تېر کړی.

د اسوشېټید پریس په وینا ملاهبت الله یو دیني عالم دی او مخکې له دې چې دی د وسله والو طالبانو د پخواني رهبر ملا اختر محمد منصور مرستیال وټاکل شي دې ډلې ته یې د قاضي القضات په توګه دنده ترسره کوله.

هغه د افراطي طالبانو د شتون د توجېه، د افغان دولت په وړاندې د جګړې او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه د عمومي بیانیو د صادرونکي په توګه پېژندل کېده.

د هغه نظریات جنګ غوښتونکي بلل شوي او تمه دا ده چې د خپلې مشرۍ په لومړنیو ورځو کې به دی د پخواني مشر ملا محمد منصور له تاوتریخوالو ډکو پلونو پل کېږدي.

دی همدارنګه د وسله والو طالبانو د لومړني مشر ملا محمد عمر یو نږدې همکار و او له نوموړي څخه په دیني مسایلو کې سلا غوښته.

مګر وحید مژده چې د طالبانو د واکمني په دوران کې یې په بهرنیو چارو وزارت کې کار کاوه او ملا هبت الله له نږدې پیژني ازادي راډیو ته وویل:

وحید مژده: هبت الله د طالبانو د لومړېو مشرانو څخه نه ګڼل کېده.
وحید مژده: هبت الله د طالبانو د لومړېو مشرانو څخه نه ګڼل کېده.

"څومره چې زه پوهیږم هبت الله د طالبانو په دوران کې دومره مشهور نه و. د طالبانو د لومړېو مشرانو څخه نه ګڼل کېده، کیدای شي هغه د طالبانو د دوهم نسل څخه وګڼو. لکه څنګه چې ویل شوي دي هغه شیخ الحدیث و او په مدرسو کې یې تدریس کړی دی. خو دې ته په پاملرنه چې د ملا اختر منصور لومړی مرستیال و، نو د هغه د اعتماد وړ سړی و او هغه یې ملاتړ کاوه."

ملا هبت الله په داسې حال کې د طالبانو نوی مشر اعلانیږي چې د طالبانو تحریک اختلافاتو سره لاس ګریوان دی او په دوه برخو وېشل شوی دی.

دغه اختلافات تېر کال هغه مهال څرګند شول چې د ملا محمد رسول په مشرۍ یو شمېر طالبانو د پخوانی مشر ملا محمد عمر په ځای د ملا اختر محمد منصور ټاکنه ونه منله.

د ملا محمد رسول په مشرۍ طالبانو ازادي راډیو ته وویل چې د ملا هبت الله اخندزاده ټاکنه هم نه مني.

ملا عبدالمنان نیازی وايي،د هبت الله ټاکنه د منلو وړ نه ده.
ملا عبدالمنان نیازی وايي،د هبت الله ټاکنه د منلو وړ نه ده.

د دغې ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازی ازادي راډیو ته وویل:

"د اسلامي امارت ټولو غړو اعلان کړی ترڅو چې نوی مشر د حل وعقد دشورا له خوا ټاکل شوی نه وي او په دې کې د۳۰۰ تر۴۰۰ عالمانو سره مشوره نه وي شوي د هبت الله ټاکنه د منلو وړ نه ده. دغه ټاکنه د پردېو په اشاره شوې او په هغې کې د افغانستان ګټه نه بلکه د پردېو ګټه ده."

د طالبانو د خپل منځې اختلافاتو له څرګندېدو وروسته د افغانستان حکومت سره د دوی مخامخ خبرې چې تېر کال اسلام اباد ته نږدې په مري کې پیل شوې په ټپه ودرېدې او د سیالو ډلو ترمنځ په فراه او هلمند کې د نښتو رپوټونه هم ورکړل شول.

وسله والو طالبانو ته نږدې سرچیني وايي، نورزی ملا هبت الله ځکه د ملا منصور مرستیال ټاکل شوی و چې ملا محمد رسول سره چې هغه هم نورزی دی اختلافات حل شي.

مولوي قلم الدین وايي، ډېر احتمال شته چې ملا محمد رسول سره اختلافات حل شي
مولوي قلم الدین وايي، ډېر احتمال شته چې ملا محمد رسول سره اختلافات حل شي

د طالبانو د واکمنۍ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اداري مشر مولوي قلم الدین وايي:

"ډېر احتمال شته چې ملا محمد رسول سره اختلافات حل شي. هبت الله عالم دی او ډېر شاګردان لري او منځلاری سړی هم دی نو ډېر احتمال شته چې د هغه په ټاکل کېدو سره د طالبانو خپل منځي اختلافات حل شي."

د طالبانو د چهار شبنې د ورځې اعلامیې هبت الله اخند زاده د طالبانو مشر او سراج الدین حقاني او د ملا محمد عمر زوی، ملا یعقوب یې مرستیالان معرفي کړل.

سره له دې چې اعلامیه وايي چې دغه ټاکنې ترغور او مشورې وروسته شوي خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د امریکايي الوتکو د بریدونو د ګواښ له کبله طالب مشرانو دا ځل ونه شو کړای چې د خپل نوي مشر د ټاکنې لپاره سره راټول شي.

XS
SM
MD
LG