د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

حکمتیار له طالبانو غواړي د سولې په برخه کې له ده سره همغږي شي


د افغانستان د سولي عالي شورا د ګلبدین حکمتیار هغه غوښتنه پر ځای او نیک اقدام بولي چې طالبان یې د سولې له بهیر سره یو ځای کېدو ته را بللي دي.

ددغې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته و ویل چې د ښاغلي حکمتیار دا پیغام د دوی لپاره هیله بخښونکی دی.

د طالبانو د مشر اختر محمد منصور تر وژل کېدو ورسته د حزب اسلامي د یوې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار طالبانو ته له ده سره د یو ځای کېدو او له مخالفته د لاس اخیستو مشوره ورکوي.

د سولې عالي شورا دا یو بې ساری اقدام بولي، د دغې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له حکمتیار سره سوله په خپله د دولت د نورو وسله والو ډلو لپاره یو مثال کېدای شي.

دا د حکمتیار له خوا یو بې ساری اقدام دی
دا د حکمتیار له خوا یو بې ساری اقدام دی

هغه زیاته کړه:

"لومړی خو دا کوم غږ چې ښاغلي حکمتیار پر طالبانو کړی دا زموږ لپاره خوش آینده او امید بخښونکی دی، موږ خوشحاله یو چې په خپله حکمتیار هم سولې ته حاضر شو او له طالبانو هم غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي، دا په خپله د ښاغلي حکمتیار له خوا یو بې ساری اقدام دی."

ګلبدین حکمتیار له طالبانو غوښتي چې د ده له ډلې سره یو ځای له جګړو او مخالفته لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

ښاغلي حکمتیار رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې طالبانو ته د ده مشوره دا ده چې د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو د بحران د حل او د افغانستان د راتلونکې او سولې پر مسایلو له ده سره ګډ دریځ غوره کړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي مذاکره کونکي پلاوي تېره اوونۍ له حکومت سره پر یوې لومړنۍ طرحې موافقه وکړه چې او دا طرح د نورو ملاحظاتو لپاره ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار ته و لېږل شوه.

د سولي د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم دغه راز وویل چې که طالبان د سولې د خبرو په برخه کې کومه طرحه لري نو په خبره یې د سولې عالي شورا چمتو ده پر هغې طرحې هم کار وکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وایي، طالب مشران به هیڅ کله د ګلبدین دا غوښتنه و نه مني خو په خبره یې د نوموړي دا پيغام ښایې پر عادي طالبانو تاثیر وکړي.

هغه زیاته کړه:

"په دې کې هیڅ شک نشته چې د طالبانو مشرتابه به دا نظر ردوي، لیکن د عادي طالبانو لپاره چې په ولایاتو کې جنګیږي، د هغو لپاره دا یو ښه پيغام دی او حد اقل هغو ته یو رهنمود دی."

دا ده عادي طالبانو لپاره یو ښه پیغام دی
دا ده عادي طالبانو لپاره یو ښه پیغام دی

په همدې حال کې د چارو کارپوهان وایي د ګلبدین حکمتیار دا پيغام عملي جنبه نه لري ځکه حزب اسلامي او طالبان د افغانستان د وضعیت په اړه بېلابېل لید لوري لري.

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار ازادي راډیو ته وویل چې په ټوله کې د ملا اختر محمد منصور وژنه به ځينې طالبان دې ته و هڅوي چې نور له افغان حکومت سره سوله وکړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG