د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

سلیم: د منصور له وژنې سره به د سولې بهیر ګړندی شي


د افغانستان د سولي عالي شورا وایي، د ملا اختر محمد منصور له وژنې سره ښایې له طالبانو سره د سولې بهیر یو څه ګړندی شي.

د دغې شورا مرستیال عطاء الرحمن سلیم وايي چې له ګلبدین حکمتیار سره د حکومت د سولې خبرې کېدای شي د طالبانو لپاره هم یو مثال وي.

د سولي عالي شورا وایي د جګړې دوام نور د حل لاره نه ده او طالبان باید د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د دغې شورا مرستیال عطاء الرحمن سلیم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د مشر اختر محمد منصور وژنه به له دغې ډلې سره د سولې خبرې یو څه مخته یوسي.

د جګړې دوام نور د حل لاره نه ده
د جګړې دوام نور د حل لاره نه ده

هغه زیاته کړه:

"زما برداشت دا دی چې د سولې له پروسې سره د ښاغلي حکمتیار د یو ځای کېدو تجربې ته په کتو ښایې د سولې بهیر یو څه ګړندی شي، دا به د هغوی لپاره هم یو مثال شي."

دا په داسي حال کې ده چې د سولې عالي شورا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره تفاهم ته رسېدلي او تمه کېږې د دواړو لورو د مشرانو تر ملاحظاتو وروسته د سولې وروستۍ موافقه لاسلیک شي.

خو د ملا اختر محمد منصور ډلې بیا له دې مخکې له افغان حکومت سره د سولې خبرې عملاً رد او د جګړې د دوام خبره یې کړې وه.

اوس چې ملا منصور د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې و وژل شو نو د سولې د بهیر په اړه بېلابېلې وړاندوینې کېږي.

ملا منصور تېره شنبه د پاکستان په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې و وژل شو
ملا منصور تېره شنبه د پاکستان په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې و وژل شو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د منصور وژنه په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره یو مهم ګام دی او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ویلي چې دا پېښه به د سولې بهیر ګړندی کړي.

د کورنیو چارو وزارت منصور په افغانستان کې د جګړې محرک بللی او دفاع وزارت بیا ویلي و چې د نوموړي وژنه ښایې د لنډ مهال لپاره په افغانستان کې جګړه تېزه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې دا پېښه ښایې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لپاره د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې هڅې زیانمني کړي.

خو د چارو کارپوه عبدالله واحدیارهم وایي، که له یوې خوا د ملا منصور وژنه د طالبانو پر مورال منفي اغېزه لري نو بل لور ته به له حکومت سره د حکمتیار د ډلې د سولې موضوع دوی ته امیداوري ور وبخښي او دا په ټوله کې د سولې د بهیر په ګټه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"زما په نظر د ملا منصور وژنه به د افغانستان د سولې د پرمختګ پړاونو کې یو شین څراغ وي، زما په فکر دا د سولې پروسه نوره هم تسهیل کوي."

ښاغلی واحدیار په ورته وخت کې د طالبانو په منځ کې د رهبرۍ نه موجودیت د سولې د خبرو پر وړاندي د یو خنډ په توګه یادوي.

د منصور وژنه ښایې د لنډ مهال لپاره جګړه تېزه کړي
د منصور وژنه ښایې د لنډ مهال لپاره جګړه تېزه کړي

د چارو بل کتونکی حاجی سید داود بیا وایي چې په افغانستان کې د سولې موضوع نړیوال اړخ لري او دې هدف ته د رسېدو لپاره لومړی باید امریکا او پاکستان یوه تفاهم ته و رسېږي تر څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG