د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ملا منصور په پاکستان کې د طالبانو د شتون درېیم ښکاره ثبوت


افغان حکومت له پاکستانه غواړي چې په خپله خاوره کې د مېشتو وسله والو مخالفینو پر ضد داسې اقدام وکړي، لکه امریکا چې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور پر وړاندې وکړ.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ملا منصور وژلو یو ځل بیا هغه ادعا ثابته کړه چې طالبان په هغه هېواد کې فعال دي او پټن ځایونه لري.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغان حکومت هغه ادعاوې اوس نړیوال ملاتړ راخپلوي چې ویلي یې دي، د وسله والو طالبانو ځالې او پټن ځایونه د پاکستان په خاوره کې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي چې د پاکستان په خاوره کې د ملامنصور وژل د دغو ادعاوو یو بل ښکاره ثبوت ګڼل کیږي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي چې د پاکستان په خاوره کې د ملامنصور وژل د دغو ادعاوو یو بل ښکاره ثبوت ګڼل کیږي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي چې د پاکستان په خاوره کې د ملامنصور وژل د دغو ادعاوو یو بل ښکاره ثبوت ګڼل کیږي.

ښاغلي مینه پال د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان په اړه په خپل سیاست له سره کتنه وکړي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د پاکستان لپاره پکار دا ده چې په خپل سیاست باندې له سره غور وکړي، د څلور اړخیز کمېسیون له لارې د افغان حکومت غوښتنې تعقیب کړي، څو افغانستان ارام شي او په پاکستان کې امنیت راشي، زموږ غوښتنه دا ده، پاکستان د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې چې په افغانستان کې تخریبي اعمال ترسره کوي داسې اقدام وکړي لکه امریکا چې د ملامنصور پر وړاندې وکړ."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي د اسامه بن لادن له وژل کېدو او د ملا عمر له مرموزې مړینې وروسته د ملا منصور په نښه کول درېیم ښکاره ثبوت دی چې طالبان په پاکستان کې پټن ځایونه لري.

افغان چارواکي وايي چې ملا اختر محمد منصور د شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل تایید کړي او ویلې دي چې دا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو اساسي پرمختګ دی.

یو شمېر لویدیځو او پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې وسله وال طالبان د خپل راتلونکي مشر د ټاکلو په اړه په خپلو کې غونډه کړې او د مشر تابه لپاره د ملاعمر د زوی ملایعقوب، ملاشرین او سراج الدین حقاني باندې غور روان دی.

بل خوا افغان کارپوهان وايي، پاکستان چمتو نه دی چې د افغان طالبانو پر وړاندې پریکنده اقدام وکړي، ځکه د دوی په باور وسله وال طالبان د پاکستان ستراتیژیکې ګټې خوندي کوي.

د جمهوري ریاست پخوانی سلاکار وزیر او د چارو کتونکی شهزاده مسعود ازادي راډيو ته وویل پاکستان به د وسله والو طالبانو پر وړاندې داسې اقدام ونه کړي لکه امریکا چې د ملامنصور په وړاندې وکړ.

د جمهوري ریاست پخوانی سلاکار وزیر او د چارو کتونکی شهزاده مسعود
د جمهوري ریاست پخوانی سلاکار وزیر او د چارو کتونکی شهزاده مسعود

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"د پاکستان د استراتیژیکو اهدافو لپاره وسله وال طالبان بهترینه وسیله ده چې ورنه کار واخلي، نو په همدې لحاظ زه فکر نه کوم چې پاکستان دې د طالبانو پر وړاندې داسې عملي اقدام وکړي لکه څنګه چې امریکا د ملامنصور پر وړاندې وکړ."

ښاغلي مسعود زیاتوي چې ممکن امریکا د وسله والو طالبانو پر وړاندې دېته ورته نور اقدامات هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د امریکا په ګډون د څلور اړخېزو غونډو له ګډون والو غوښتي چې که طالبان سولې ته نه چمتو کیږي، باید په وړاندې یې پوځي اقدام وشي، خو دا معلومه نه ده چې د ملا منصور وژل هم د همدغو ژمنه برخه وه او که نه؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپي
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپي

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپي بیا وایي، طالبان باید پوه شي چې پاکستان هم ورته خوندي ځای نه دی او له همدې موقع په استفادې حکومت ته ځان نږدې او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG