د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

"د تیت پرک طالبانو لپاره به د نوي مشر ټاکل ستونزمن کار دی"


کابل چاپ نننیو ډېری ورځپاڼو خپلې لیکنې او تبصرې د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد منصور د وژل کېدو او د هغه ځای ناستي ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي امریکا رسماً تایید کړې چې ملامنصور یې د پاکستان په خاوره کې وژلی.

وړاندې په مطلب کې راغلي له اسامه بن لادن نه را وروسته ملامنصور د ترهګرو ډلو دویم مشر دی چې د امریکا له لوري په پاکستان کې وژل کیږي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي طبیعي ده چې طالبانو ته د دوی د مشر وژل کېدل لوی ګوزار دی، خو دا ورته یو ښه درس هم کېدای شي.

لیکوال طالبانو ته سپارښتنه کوي، دوی باید وپوهیږي چې په ټوله کې په هېواد او سیمه کې روانه جګړه پردۍ ده، هر څومره چې اوږدیږي قرباني یې افغانان ورکوي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپانې د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل له قوله لیکلي، د تیت پرک طالبانو لپاره به د نوي مشر ټاکل ستونزمن کار وي، خو احمتال لري چې سراج الدین حقاني یا ملابرادر د طالبانو نوی مشر وټاکل شي.

چراغ:

د چراغ ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې په داسې یوه حالت کې د طالبانو د مشر ټاکل څه ساده او اسانه خبره نه ده او دا به ستونزمنه وي چې وسله وال طالبان د ملامنصور بدیل پيدا کړي.

د لیکوال په باور افغان حکومت باید په دې اکتفا ونه کړي چې د ملامنصور له وژل کېدو سره به جګړه ختمه شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي د ملا منصور وژل کېدل به د وسله والو طالبانو ترمنځ اختلافات نور هم ژور او زیات کړي.

سرنوشت:

بل خوا سرنوشت ورځپاڼې لیکلي د ملامنصور وژنه به د روانې جګړې له کمېدو او د طالبانو له منزوي کېدو سره مرسته ونه کړي.

وړاندې په مطلب کې راغلي په هغه صورت کې چې حقاني شبکه د دې ډلې مشري پر غاړه واخلي، د طالبانو ترمنځ د احتمالي ګډودۍ مخه به ونیسي.

د سرنوشت په سرمقاله کې یادونه شوې ملامنصور نه لومړنی طالب مشر دی چې وژل کیږي او د لیکوال په باور نه به هم وروستي وي.

د سرمقالې لیکوال وسله والو ته سپارښتنه کوي چې طالبانو ته په کار ده چې خپله لاره بدله کړي او د سولې او امن لاره دې غوره کړي.

هېواد:

د هېواد په سرمقاله کې راغلي له شک پرته د ملامنصور وژنه د وسله والو طالبانو په رهبرۍ کې لویه تشه رامنځ ته کړې ده.

د لیکوال په بارور ملامنصور د سولې پر وړاندې لوی خنډ و او ده د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د افغان حکومت له استازو سره وګوري.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د ملامنصور وژنه د طالبانو د رهبرۍ لپاره یوه درنه ضربه او د طالبان په تشکیلاتو به نا جبران کېدونکی ګوزار دی.

د لیکوال په باور ممکن د دوی په رهبرۍ کې اختلافات نور هم زیات شي او طالبان په څو ډلو وویشل شي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG