د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د طالبانو لوړ پوړي مشران د خپل نوي مشر د ټاکلو لپاره سلا کوي


وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما تایید کړې چې د افغان طالبان مشر ملا اختر محمد منصور د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی ویل کیږي چې د طالبانو لوړ پوړي مشران دا مهال د خپل نوي مشر د ټاکلو لپاره به سلا مشورو بوخت دي.

تر اوسه پورې طالبانو په رسمي توګه د خپل مشر وژنه نه ده تایید کړې، خو د رویټرز خبري اژانس د افغان طالبانو د ځینو سرچینو په حواله ویلي چې تر داسې یو اعلان دمخه طالب مشران غواړي لومړی خپل نوی مشر وټاکي.

وروسته له هغې چې د امریکا د ولسمشر په شمول لوړ پوړو امریکايي او افغان چارواکو د افغان طالبانو د مشر ملااخترمحمد منصور وژنه تایید کړي، راپورونه وايي چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو یو شمېرمهمو مشرانو خپلو کې د نوموړي د ځای ناستي د انتخاب لپاره ګتلي دي.

طالبانو خپله په دې اړه کومه رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې، خو د رویټرزخبري اژانس د دوو لوړ پوړو طالب مشرانو له خولې ویلي، پاکستاني چارواکو ورته په کوټه کې د ملا منصور مړی چې په برید کې سخت سوزیدلې د ښخولو لپاره ورسپارلی دی.

پاکستاني چارواکو د مړي د سپارلو خبره رد کړې.

د امریکا ولسمشربارک اوباما د ویتنام د درې ورځني سفر پر مهال د ملا منصور وژنه یو مهم بدلون بللی او ویلي یې دي چې منصور د سولې د خبرو ترسره کول رد کړي او په افغانستان کې یې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو پرلپسې د بریدونو طرحې جوړولې.

ویل کیږي هغه موټر ته نژدې چې ملامنصور په کې د برید هدف ګرځیدلی، د ولي محمد په نوم صادر شوی یو پاکستانی پاسپورټ تر لاسه شوی چې پاکستاني چارواکي وايي، د ایران ویزه پرې لګیدلې وه.

رویټرز خبري اژانس د افغان طالبانو د ځینو سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دی یاد شوي ویلي، طالبانو یو لس کسیز هییت ټاکلي څو معلومه کړي چې مشر یې څنګه د بې پیلوټه الوتکې د برید هدف وګرځید.

دې سرچینو دا هم ویلي چې ملا اختر محمد منصور له ایرانه پاکستان ته تازه ور اوښتی و.

د دوی په وینا په ایران کې ملا اختر محمد منصور له ایراني چارواکو او دغلته د میشتو طالب قومندانانو سره کتلي وو.

رویټرز خبري اژانس د طالب چارواکو له خولې وايي چې دوی په ایران کې دفترونه جوړ کړي او ملا منصور د همدې دفترونو نه لیدنه کوله.

رویټرز خبري اژانس د طالب چارواکو له خولې وايي چې دوی په ایران کې دفترونه جوړ کړي
رویټرز خبري اژانس د طالب چارواکو له خولې وايي چې دوی په ایران کې دفترونه جوړ کړي

خو د ایران په دولتي رسنیو کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې ویل شوي چې داسې څوک ایران ته نه دی داخل شوي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، که څه هم ځینو طالب مشرانو ورته د ملا اختر محمد منصور وژل کیدل تایید کړي، خو دې ډلې تر اوسه په خپلو کې د ویشل کیدو د مخنیوي لپاره د نوموړې د وژل کیدو تر رسمي اعلان دمخه د هغه د ځای ناسې د ټاکلو پر موضوع غور پیل کړی.

رویټرز خبري اژانس په ننګرهار کې د یو طالب چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي:

"د طالبانو مشرتابه ډېرپه احتیاط ګام اخلي، ځکه که ناسم ګام واخیستل شي نو طالبان به د پخوانیو مجاهدینو په څېرپه څو ډلو وویشل شي."

رویټرز خبري اژانس د طالب سرچینو په حواله دا هم ویلي چې د حقاني د شبکې مشرسراج الدین حقاني چې د ملامنصور مرستیال هم و او د طالبانو د بل پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د ملا منصور د ځای د نیولو مهم غوښتونکي دي.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د شورا د یو غړي له خولې وايي: حقاني چې په کابل کې د یو لړ خونړیو بریدونو په پلانولو تورن دی د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري، خو د ملا عمر زوی ملا یعقوب بیا په افغان طالبانو کې پراخ ملاتړ لري.

XS
SM
MD
LG