د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د سولې عالي شورا د وسله والو طالبانو نوی مشر سولې ته دعوت کړ


د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو د نوې رهبرۍ له اعلان سره سم له دې ډلې وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د سولې عالي شورا دا غوښتنه د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه مطرح کړه چې طالبانو د خپل مشر ملا اخترمنصور مړینه تایید او د مولوي هبت الله د ټاکلو اعلان وکړ.

که څه هم د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو د نوي مشر مولوي هبت الله د کارونو په اړه څرګندونې مخکې له وخته بولي خو یو ځل بیا د سولې له پروسې سره د طالبانو په یوځای کېدو ټینګار کوي.

د یادې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د سولې شورا بیا هم د افغان حکومت مخکینی پیغام چې طالبان د سولې له پروسې سره د یوځای کېدو لپاره بولي تکراروي.

جګړه د حل لار نه ده
جګړه د حل لار نه ده

هغه زیاته کړه:

"له ټولو طالبانو زموږ دا غوښتنه ده چې جګړه د حل لار نه ده، له دوی غواړو سوله چې د اسلام غوښتنه او د قران خبره ده ومني او له یادې پروسې سره یوځای شي، د بین الافغاني مذاکرو له لارې او یا کومه لاره چې دوی ته ښه ښکاري د افغانانو په وړاندې له وسله وال مخالفته لاس وباسي او جګړه ختمه کړي."

د سولې عالي شورا وروسته له هغه دا غوښتنه مطرح کړه چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د یوه بیان په خپرولو سره د خپل مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل تایید کړل او د هغه پر ځای یې د مولوي هبت الله د ټاکل کېدو اعلان وکړ.

په بیان کې راغلي چې مولوي هبت الله له ډېرو بحثونو او مشورو وروسته د ملا اختر محمد منصور پر ځای ټاکل شوی او سراج الدین حقاني او د ملا عمر زوی ملا یعقوب یې دوه مرستیالان ټاکل شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا د وسله والو طالبانو پخوانی مشر ملااختر محمدمنصور د شنبې په ورځ ماښام مهال د پاکستان د بلوچستان احمد وال سیمې ته نږدې په یوه هوايي حمله کې ووژل شو.

افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د طالبانو د نوي رهبر په اړه څه نه دي ویلي خو په جمهوري ریاست کې یوې معتبرې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو په رهبري کې بدلون د افغان حکومت لپاره مهم نه دی.

د یادې سرچینې په خبره افغان حکومت د هغو طالبانو پر ضد پوځي اقدام ته دوام ورکوي چې سوله نه مني.

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي چې د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور سولې ته لېواله نه و برعکس یې جګړو او تاوتریخوالي ته دوام ورکړ.

ښاغلي ټونر په واشنګتن کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو د نوې رهبرۍ په اړه کوم نظر نه څرګندوي خو د حقاني په شمول د یادې ډلې له ټولو مهمو کړیو غواړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي:


"موږ حقاني شبکه د طالبانو تر ټولو مهمې عملیاتي شبکې په توګه پيژنو، موږ د طالبانو د نوې رهبرۍ په اړه کوم نظر نه ورکوو خو یواځې د حقاني شبکې په شمول پر طالبانو دا غږ کوو چې د سولې له پروسې سره دې یوځای شي."

ښاغلي ټونر وویل چې امریکا په وار وار سولې سره د طالبانو په یوځای کیدو ټینګار کړی دی.

اخوا یو افغان سیاسي کارپوه او پخوانی ډپلوماټ احمد سعیدي وايي چې د طالبانو د نوي مشر موقف به تشریفاتي وي او د طالبانو د مشر په توګه به د مولوي هبت الله موجودیت د سولې په اړه د طالبانو دریځ ژر بدل نه شي کړای.

پخوا هم جنګ د سراج الدین حقاني او قیوم ذاکر په لاس کې و
پخوا هم جنګ د سراج الدین حقاني او قیوم ذاکر په لاس کې و

هغه زیاته کړه:

"مولوي هبت الله د اختر محمد منصور معاون و، دی د هلمند و او د اختر محمد منصور نږدې ملګری و، زه داسې باور لرم چې پخوا هم جنګ د سراج الدین حقاني او قیوم ذاکر په لاس کې و او اوس به هم د همغو له خوا مخته وړل کېږي."

ښاغلي سعیدي دا هم وویل چې په اوږدمهال کې د طالبانو د نوي مشر له کارونو څخه ګټه اخیستل دا چې څنګه له جګړې لاس په سر کولو ته اړ ایستل شي د پاکستان په صداقت او په دې برخه کې د افغان حکومت په پالیسۍ پورې مربوط کېږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG