د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

مسلمیار: پاکستان ملا منصور د امریکا په وسیله وژلی


د افغانستان مشرانو جرګه له طالبانو غواړي چې تر دې زیات د پردیو د لاس وسیله ونه ګرځي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د یادې جرګې رئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل چې پاکستان د خپلو ګټو په خاطر د طالبانو له وژنې نه تېرېږي.

د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدلو ورسته د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې پاکستان د طالبانو لپاره خوندي ځای نه دی او باید دوی تر دې زیات د نوموړي هېواد د لاس وسیله ونه ګرځي.

د مشرانو جرګې ئیس فضل الهادي مسلمیار د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې پاکستان ته د دوی پر لار د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره د طالب مشرانو وژل یوه عادي خبره ده.

ښاغلي مسلمیار له طالبانو وغوښتل چې خپلې غوښتنې د ټوپک پر ځای د سیاسي فکر او هڅو له لارې بیان کړي.

هغه زیاته کړه:

"زه دلته د یو افغان په توګه په طالبانو باندې غږ کوم چې، اجیره ، نوکره وژني دې، هم دې تړي او هم دې په نوم پیسې اخلي، د خدای په خاطر راشه او له افغان ملت سره سوله وکړه."

ښاغلی مسلمیار ټینګار کوي چې پاکستان ملا اختر محمد منصور د امریکا په واسطه له منځه وړی او بیا یې پر امریکایانو انتقاد وکړ چې د دغه هېواد په حریم یې تېری کړی دی.

پاکستان ملا منصور د امریکا په واسطه له منځه وړی
پاکستان ملا منصور د امریکا په واسطه له منځه وړی

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پاکستان په نوموړي هېواد کې د امریکا سفیر د امریکا له خوا د ملا اختر محمد منصور پر موټر د حملې په تړاو احضار کړی دی.

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د شنبې په ورځ د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په وسیله د پاکستان په بلوچستان ایالت کې احمد وال ښارګوتي ته نږدې ووژل شو.

یو شمېر پاکستاني او لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې وسله والو طالبانو د خپل راتلونکې مشر د غوره کولو لپاره غونډه کړې او مشرۍ ته یې د ملا عمر د زوی ملا یعقوب، ملا شیرین او سراج الدین حقاني پر سر خبرې روانې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر سناتوران ټینګار کوي چې امریکا یا بل هر هغه هېواد چې په افغانستان کې د سولې ملاتړی دی باید پر پاکستان فشار راوړي چې په نوموړي هېواد کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

د مشرانو جرګې غړې امینه افضلي د طالبانو د نوې مشرۍ لپاره د مشر د ټاکلو وروستۍ غونډې ته په اشارې سره پر پاکستان دا انتقاد کوي چې باید په خپل هېواد کې دننه طالبانو ته د داشان غونډو د جوړولو اجازه ورنه کړي.

پاکستان باید په خپل هېواد کې طالبانو ته د غونډو جوړولو اجازه ورنه کړي
پاکستان باید په خپل هېواد کې طالبانو ته د غونډو جوړولو اجازه ورنه کړي

نوموړې زیاته کړه:

"موږ ډارېږو چې د ملا منصور ځای ناستی له هغه بد عمل ونه کړي، نو ځکه هغه څه چې مهم دی دا دی چې پاکستان ته وویل شي چې ولې دوی ته د داشان غونډو اجازه ورکول کېږي؟ دا هغه څه دي چې افغان دولت یې باید جدي غوښتنه وکړي او دوی ته د داشان غونډو اجازه ورنه کړل شي."

تر دې دمخه افغان حکومت هم له پاکستان نه غوښتي دي چې د افغانستان په وړاندې په خپل سیاست له سره فکر وکړي او د دغه هېواد غوښتنې د څلور اړخیزو غونډو له لارې تعقیب کړي.

خو د مشرانو جرګې رئیس وايي چې، خلک، حکومت او نړیواله ټوله باید په دې پوه شي چې پاکستان تل د افغانانو په وړاندې له دوکې کار اخیستی او حتی د سولې په څلور اړخیزو غونډو کې یې هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG