د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

پاکستان د امريکا سفير په اسلام اباد کې احضار کړ


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډيويډ هيل دغه وزارت ته وربللى او په بلوچستان کې يې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د تازه بريد په اړه ورته اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د شنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ايالت په نوشکي نومي سيمه کې پر يوه موټر بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د امريکايي چارواکو په وينا، د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور چې په پاکستان کې د ولي محمد په نامه اوسېده، ووژل شو.

د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور چې په پاکستان کې د ولي محمد په نامه اوسېده، ووژل شو.
د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور چې په پاکستان کې د ولي محمد په نامه اوسېده، ووژل شو.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت په اسلام اباد کې دا مريکا د متحده ايالاتو سفير دغه وزارت ته وربللى او هغه ته يې د دغه بريد په اړه اندېښنه ښودلې او دا يې پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى بللى.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي:

"په بهرنيو چارو کې د د وزيراعظم ځانګړي سلاکار طارق فاطمي د امريکا سفير ډيوډ هيل د خارجه چارو وزارت ته وربللى او هغه ته يې د مۍ په ٢١مه نېټۀ په بلوچستان کې د بې پيلوټۀ الوتکو د بريد په اړه اندېښنه ښودلې او دا يې پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى بللى."

خبر پاڼه کاږي، طارق فاطمي د امريکا سفير ته ټينګار کړى چې دا ډول بريدونه به ښايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو اترو د زمينې برابرولو په لړ کې د څلور اړخيزې کومېټې کوششونه اغېزمن کړي.

د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د روانې مياشت په ٢١مه نېټۀ په بلوچستان ايالت کې پر يوه موټر توغندي ووېشتل چې د امريکايي چارواکو په وينا، په دغه موټر کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور سفر کاوه.

که څه هم امريکايي او افغان چارواکيو د بې پيلوټۀ الوتکې په بريد کې د افغان طالبانو د مشر د وژل کېدو پخلى کړ، خو د پاکستان حکومت لا تر دې دمه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم نواز شريف هم په لندن کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال په بلوچستان کې د بې پيلوټۀ الوتکو بريد پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى بللى و.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف په بلوچستان کې د بې پيلوټۀ الوتکو بريد پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى بللى.
د پاکستان صدراعظم نواز شريف په بلوچستان کې د بې پيلوټۀ الوتکو بريد پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى بللى.

ښاغلي شريف د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بې پېلوټه الوتکو په بريد کې وژل شوى کس د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور دى ويلي و چې د پېښې له ځايه د ولي محمد په نامه د يو کس شناختي کارډ او پاسپورټ موندل شوى او په خبره يې چې په دې اړه تحقيقات روان دي.

ملا اختر منصور د افغان طالبانو نوى مشر و چې د تېرکال په جولايي کې د ملا عمر د مړينې د راپورونو تر راښکاره کېدو وروسته، ددغې ډلې مشر شو.

که څۀ هم د امريکا بې پيلوټه الوتکو له ٢٠٠٤م کال راهيسې افغان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې پر ترهګرو بريدونه پيل کړي، چې تر دې دمه پکې د پاکستاني طالبانو د پخوانيو مشرانو نيک محمد، بيت الله مسود او حکيم الله مسود په ګډون د القاعده او نورو وسلو والو ډلو ګڼ شمېر جنګيالي وژل شوي

خو دا لومړى ځل دى، چې دغو الوتکو له قبآيلي سيمو علاوه په بلوچستان کې بريد وکړ، چې د افغان طالبانو مشر پکې په نښه او ووژل شو.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG